سیمه ییز خبرونه
د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان دفاعي تړون د ناټو پېنځمې مادې ته ورته دی -هاکان فیدان
هاکان فیدان ویلي؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي دا ائتلاف پراخ شي او مصر هم له هغو هېوادونو څخه دی، چې ښايي ورسره یوځای شي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ويلي؛ د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ دفاعي تړون له تخنیکي پلوه د متقابلې دفاع په برخه کې د ناټو له پېنځمې مادې سره ورته والی لري، خو د ایران پر ضد نهدی.
هاکان فیدان ویلي؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي دا ائتلاف پراخ شي او مصر هم له هغو هېوادونو څخه دی، چې ښايي ورسره یوځای شي.
ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان د جمعې پر ورځ« د مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ.
دغه تړون په داسې حال کې لاسلیک شوی، چې په سیمه کې د امریکا متحدو هېوادونو د سیمهییزو نښتو د پراخېدا او د ایران له لوري د خلیج د تېلو پر صادرونکو هېوادونو د توغندیزو بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د درېیو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د دغه تړون موخه د هر ډول تېري پر وړاندې د مخنیوي ګډه وړتیا پیاوړې کول دي او له مخې یې پر هر یوه غړي هېواد وسلهوال برید پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي.
فیدان له اناتولي خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، دغه ائتلاف د ایران یا کوم بل هېواد پر ضد نهدی، بلکې د درې غړو هېوادونو د امنیت د ملاتړ لپاره یوه عمومي ژمنه ده.
نوموړي زیاته کړې، د برید په صورت کې به غړي د مشورې له لارې د اړتیا وړ ملاتړ کچه، ډول او بڼه ټاکي.
د فیدان د څرګندونو له مخې: تر هغې، چې پر یوه غړي هېواد برید نهوي شوی؛ هیڅ هېواد به د ګواښ په توګه نهګڼل کېږي.
ترکیه، چې له امریکا وروسته د ناټو دوهیم لوی پوځ لري؛ ویلي؛ دغه تړون کولی شي د سیمې نور هېوادونه هم په کې شامل کړي او موخه یې د موجودو ائتلافونو ځای نیول نهدي.
فیدان ویلي:« ناټو له ۳۲ هېوادونو سره یو لوی پوځي ائتلاف دی. مونږ دلته له درې هېوادونو پیل کړی او باید ډېر محتاط؛ خو عملي ګامونه واخلو.»
نوموړي زیاته کړې، د دغه تړون د وروستي کولو هڅې شاوخوا دوه کاله او اته میاشتې روانې وې.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دغه ائتلاف په چوکاټ کې به د ناټو اوسني جوړښت ته ورته د وزیرانو یوه کمیټه جوړه شي او عمومي دارالانشاء به یې په سعودي عربستان کې وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، عملیاتي جزئیات به د کمیټې په لومړۍ غونډه کې مشخص شي.
فیدان وایي:« زمونږ د ولسمشر لیدلوری دا دی، چې یوازې پر درې هېوادونو بسنه ونهکړو، بلکې ائتلاف پراخ کړو او د سیمې ټول هېوادونه تر دې چتر لاندې راټول کړو.»
نوموړي زیاته کړې، مصر هم د ځینو تخنیکي ستونزو له اواري وروسته له دې تړون سره یوځای کېدی شي.
په وروستیو میاشتو کې ترکیې، سعودي عربستان، پاکستان او مصر د سیمهییزو مسایلو له ایران سره د جګړې، د څېړلو لپاره یوه ډله جوړه کړې ده.
ترکیې ویلي، دغه ډله، چې «آر۴» نومېږي؛ د عملي میکانیزمونو په رامنځته کولو کې د غړیو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا هڅه کوي.
فیدان همدارنګه ویلي، ترکیه باید په سره سمندر کې د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره په نړیوال ائتلاف کې ونډه ولري؛ ځکه د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سمندري تګ راتګ امنیت د انقرې له ګټو سره مستقیم تړاو لري.