کوید۱۹
د ترکیې ولسمشر او میرمن یې پر کرونا اخته شوي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټویټ کړی، چې د کرونا ویروس پر اومیکرون بڼې اخته شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ اردوغان په خپل ټویټ پیغام کې څرګنده کړې: نن ما او میرمن مې د یو لړ نښو د لرلو له مخې د کرونا ویروس کتنه تر سره کړه، چې پایله یې مثبته شوه. د خدای شکر دی، چې ناروغي مو نرمه ده او له کوره به خپل کار کوو. مونږ په دعاګانو کې مه هېروئ.
ترکیه، چې د شاوخوا ۸۵ میلیون وګړيو لرونکی هېواد دی؛ د دغې وبا له پیل راپدیخوا یې څه باندې ۱۲ میلیون کسان اخته شوي او ۹۰ زره مړینه لري.
د روان کال له جنورۍ راپدیخوا ترکیې د ۷ ورځو قرنطین وضع کړی دی. که د کرونا د کتنې پایله پر پېنځمه ورځ منفي وي، نو د لرې کولو امکان یې شته دی.
