نړۍ

د ترکیې پارلمان په ناټو کې د سویډن غړیتوب تائید کړ

Published

on

د ترکیې پارلمان له ۲۰ میاشتني ځنډ وروسته پرون په خپله غونډه کې پر دوه سوه اووه اتیا موافقو، پېنځه پنځوس مخالفو او څلور ممتنع رایو په ناټو کې د سویډن د غړیتوب لایحه تصویب کړه.

دا لایحه په رسمي جریده کې له خپرېدو وروسته رسماً نافذیږي او تمه ده، چې دا کار ډېرژر وشي.

د سویډن صدراعظم اولف کریستینسن په ایکس‌ پاڼه کې لیکلي، چې له دې سره دا هېواد د ناټو پوره غړیتوب ته یو بل ګام هم ورنږدې شو.

په ناټو کې د غړیتوب لپاره باید د دې نظامي تړون د ټولو غړیو هېوادونو خوښه اړینه ده.

کله، چې سویډن او فنلینډ په ۲۰۲۲ کې د ناټو غړیتوب لپاره غوښتنه وکړه؛ نو ترکیې یې مخالفت وکړ، چې دوی دواړه هېوادونه د هغو ډلو ساتونکي ګڼي، چې ترکیې ته ترهګر دي.

ترکیې د تېر کال په اپریل کې د فنلنډ د غړیتوب غوښتنه تصویب کړه؛ خو د هنګري ترڅنګ یې په دغه پوځي تړون کې د سویډن له یوځای کېدو سره هم مخالفت روان وساته.

اوس یوازې هنګري پاتې دی، چې تراوسه یې په ناټو کې د سویډن غړیتوب ته اجازه نه‌ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې پر اوکراین د روسیې له برید سره مخالفت ښودلی؛ خو پر مسکو د لویدیځ پر بندیزونو یې نیوکې کړې دي.

Trending

Exit mobile version