نړۍ
د تنسي مسیحي ښوونځي پخوانۍ زدهکوونکې پر ډزو۳ ماشومان او ۳ لویان وژلي
امریکايي چارواکو په ډاګه کړی، چې د تنسي ایالت د نشویل په عیسوي ښوونځي کې د یوې وسلهوالې ښځې پر ډزو ۶ کسان وژل شوي دي.
امریکايي چارواکو د بریدګرې له وژل کېدو او څو نورو له ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
رویترز خبري آژانس د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې یوې وسلهوالې ۲۸ کلنې ښځې د دوشنبې پر ورځ په یوه شخصي عیسوي ښوونځي کې درې ماشومان او درې لویان پر ډزو ووژل، چې بیا خپله هم د پولیسو په برید کې ووژل شوه.
برید ګره د تنسي ایالت د یاد عیسوي ښوونځي پخوانۍ زدهکوونکې وه.
د پولیسو مشر جان دریک خبریالانو ته ویلي، چې د برید انګیزه دمګړۍ ښکاره نده؛ خو شکمن د ښوونځي تفصيلي نقشه جوړه کړې وه، چې ودانۍ ته د ننوتلو په ګډون یو شمېر نښې تر څېړنو لاندې دي.
د دغه عیسوي ښوونځي زدهکوونکي د ۴ او ۱۱ کلونو تر منځ عمرونه لري.
دغه راز پولیسو په ښوونځي کې د اړوند پېښې یوه ویډیو خپره کړې، چې بریدګر د د ډزو په حال کې ښیي او په تالار کې ګرځي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، بریدګره هیل له دې مخکې کومه جرمي دوسیه نلري.
د پولیسو مشر دریک بریدګره آدري الیزابیت هیل نوموي او وایي، چې نوموړې ترانسجندره وه؛ خو نور یې په اړه څه ندي ویلي.
رویټرز راپور ورکړی، چې دې ښځې د برید ځای ته له ځان سره یوه تومانچه او دوه ټوپکونه وړي وه.
په واشنګتن کې د دغه برید په غبرګون کې، ولسمشر جو بایدن بریدګره ناروغه ونوموله او د امریکا له کانګرس څخه یو ځل بیا وغوښتل، چې د یرغلیزو وسلو د مخنیوي طرحه تصویب کړي.
ویل کیږي، چې دوه افسرانو بریدګره په دهلیز کې پر ډزو وویشته او د سهار پر ۱۰:۲۷ مړه اعلان شوه.
