تازه خبرونه
د تورخم دروازې د پرانستې په اړه افغان او پاکستانیو چارواکو وکتل
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت څرګنده کړې، چې تېره ورځ د سفارت چارسمبالي سردار احمد شکیب د تورخم دروازې او اړوند موضوعاتو په اړه د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره وکتل.
پې کتنه کې د تورخم دروازې د بندیدو له کبله د مسافرو، ناروغانو او سوداګرو د ستونزو په اړه بشپړې خبرې وشوې.
سردار احمد شکیب ویلي، د دروازې بندیدل د دواړو هیوادونو پر زیان دي او د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره یاده دروازه پرانیزې، چې هلته بند مسافر او سوداګر ډېر په مشکل حالت کې دي.
ویل کیږي، چې اصف دراني ډاډ څرګند کړی، چې له خپلو اړونده اداراتو څخه يې د طورخم دروازې د ژر خلاصون غوښتنه کړې ده او د طورخم دروازه به د عام تګ راتګ او تجارت پرمخ خلاصه شي.
د تورخم دروازه د تېرې چارشنبې پر ورځ د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته تړل شوې ده.
