تازه خبرونه

د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي

Published

on

د تورخم کمیشنر عبدالجبار حکمت ويلي؛ د تورخم لار به د پاکستان له لوري د ۳ ورځو لپاره د ناروغانو او مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې وي.

عبدالجبار حکمت ویلي، چې دغه لار به د جمعې له ورځې ( د غویی اتویشتمه) څخه تر یکشنبې ( د غویی دېرشمه ) پورې د ناروغانو او مسافرو پر مخ تړلې وي.

هغه زياته کړې، چې دغه سوداګريزه لار به ٢٤ ساعته پرانيستې وي او د بار‌وړونکیو موټرو تګ راتګ او د سوداګريزو توکو لېږد رالېږد به روان وي.

حکمت زياته کړې، چې د ناروغانو او مسافرو پر مخ د دې لارې د بندېدو لامل له پخوانۍ ودانۍ څخه نوې ودانۍ ته د پاکستان د سرحدي دفترونو لېږدول دي.

Trending

Exit mobile version