لوبی

د توکیو پارالمپیک لوبې به د کرونا تر چتر لاندې پیل شي

Published

on

د ۲۰۲۰ پارالمپیک لوبې به نن سې شنبه د وږي ۲ په توکیو کې د کرونا ویروس د ودې او پراختیا تر چتر لاندې پیل شي.

د لوبو تنظیموونکیو ویلي، چې سیالۍ به د کرونا ویروس د خپریدو له کبله په سختو شرایطو کې ترسره شي.

د ټوکیو له ۲۰۲۰ المپیک لوبو وروسته  په جاپان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د پام وړ ډېرې شوې دي.

که څه هم په ټوکیو پارالمپیک لوبو کې بهرني برخه اخیستونکي د ۲۰۲۰ المپیک لوبو په پرتله څو چنده لږ دي؛ خو جاپان اوس هم تېره اوونۍ په پرله پسې درې ورځو کې د کرونا ویروس ۲۵۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د ټوکیو پارالمپیک لوبو تنظیموونکي وايي؛ د لوبو په بهیر کې، چې د اګست له ۲۴ څخه د سپټمبر تر ۵ پورې به روانې وي او د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره به اړینې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیول شي.

تنظیموونکیو دا هم ویلي، چې د کرونا ویروس آزموینه او یو لړ نور محدودیتونه لکه د لوبغاړیو او چارواکو د سفرونو او تګ راتګ محدودول د ویروس په څارنه کې ګټور ښودل شوي دي.

ویل کیږي، چې دا لوبې به هم له لیدونکیو پرته ترسره شي.

Trending

Exit mobile version