د ټوکیو ۲۰۲۰ المپیک لوبې

د توکیو ۲۰۲۰ المپیک لوبو یو آلمانی مدیر پر توکمپالونکیو څرګندونو له دندې لرې شو

Published

on

د آلمان المپیک کمیټې نن پنجشنبه د زمري پر ۷ د اګست ۲۹ څرګنده کړې، چې د توکیو ۲۰۲۰ په المپیک لوبو کې د آلمان د بایسکل ځغلونې لوبډلې مدیر پاټریک موسټر اړ شوی، چې له لوبو ووځي او بېرته آلمان ته راستون شي.

څرګنده شوې، چې  موسټر د توکمپالونکیو څرګندونو له کبله دې کار ته اړ شوی دی.

د آلماني لوبو دغه چارواکی پرون د یوې سیالۍ په بهیر کې د لوبډلې یو بایسکل ځغلوونکی وهڅاوه، چې له خپلو دوه آفریقایي سیالان مخکې شي او څو ځله یې پرې غږ کړی، چې له اوښ سپرو مخکې شه!

دا دوه بایسکل ځغلوونکي د اریټوریا او الجیریا وګړي دي.

د الجزایر بایسکل ځغلوونکي عزیزالدین لعقاب د نوموړي دغې توکمپالونکې څرګندونې ته په ټوکو کې یو ټویټري غبرګون څرګند کړ، چې: په رښتیا، چې په اولمپیک لوبو کې اوښ ځغلونه نه وه؛ ځکه، نو د بایسکل ځغلونې لوری مې خپل کړ.

که څه هم پاټریک موسټر لږ وروسته له خپلې توکمپالونکې څرګندونې پښېمانه شو او بښنه یې ترې وغوښته.

موسټر له ۲۰۱۲ زېږدیږ کال راپدیخوا دغه دنده تر سره کوي.

د آلمان د المپیک کمیټې مشر آلفونس هورمان ویلي، د موسټر رښتینې بخښنه منل شوې ده. که څه هم د  المپیک له ارزښتونو مخالف عمل یې کړی دی.

Trending

Exit mobile version