تازه خبرونه
د تړون په نشتون کې به مو هم ایران ته اوبه ورکولې – متقي
امیر خان متقي د یکشنبې پر ورځ د تهران د خبرو فورم په غونډه کې ویلي، چې وچکالي نهوي هر څومره اوبه، چې وي هغه به د ایران په لوري بهېږي او دا د اسلامي امارت شرعي مسوولیت دی، چې مرسته وکړي؛ ځکه، چې دا عمل هم ګټور او هم ښه پالیسي ده.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) ویلي، چې اسلامي امارت به د تړون په نشتون کې هم ایران ته اوبه ورکولې
امیر خان متقي د یکشنبې پر ورځ د تهران د خبرو فورم په غونډه کې ویلي، چې وچکالي نهوي هر څومره اوبه، چې وي هغه به د ایران په لوري بهېږي او دا د اسلامي امارت شرعي مسوولیت دی، چې مرسته وکړي؛ ځکه، چې دا عمل هم ګټور او هم ښه پالیسي ده.
د بهرنیو چارو چارسمبالي د ایران خلکو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت په دې برخه کې هیڅ بد نیت نلري.
امیر خان متقي همدارنګه ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت متوازن او اقتصاد محوره پالیسي غوره کړې او ګاونډ هېوادونه د افغانستان په سیاست کې ځانګړی ځای لري.
هغه زیاته ویلي، چې په تېرو څلور کلونو کې اسلامي امارت د متوازن سیاست له لارې له ګاونډیو، سیمه ییزو او له سیمې بهر هېوادونو سره ښې اړیکې ساتلي دي. په ځانګړي توګه په اقتصادي برخه کې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، له ایران سره د افغانستان سوداګري درې میلیارډ ډالرو ته رسیږي.
