تازه خبرونه
د تیک تاک په ګډون د یو شمېر ټولنیزو چینایي شبکو تړل کیدو ته مې پام دی-پمپیو
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ ویلي وه، چې هېواد یې د تیک تاک په ګډون د ټولنیزو چینایي شبکو د اپلیکیشنونو بندیدو ته پام کړی او ډېر ژر به پرې غور وشي.
مایک پمپیو فاکس نیوز ته ویلي، چې زه نه غواړم له ولسمشره یو ګام مخکې پورته کړم؛ خو دا هغه څه دي، چې مونږ به پرې غوروکړو.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا قانون جوړوونکیو د خپلو تیک تاک کاروونکیو د ارزښتونو په اړه اندېښنه ښودلې او وایي؛ مونږ چینایي قوانینو اندېښمن کړي یو، چې څنګه یې خپل اړوند شرکتونه د چین د کمونیست ګوند له استخباراتي سازمان څخه ملاتړ او همکارۍ ته اړ کړي دي.
دغه اپلیکیشن، چې په چین کې د لاسرسي وړندی؛ نو هڅه کیږي، چې له چینایي ذهنیته لیرې او د نړیوالو لیدونکیو پر راجلبولو یې پر خپلواکۍ ټینګار وکړي.
د پمپیو دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته شوي، چې د امریکا او چین تر منځ د کورونا ویروس پر خپریدو، په هانګ کانګ کې د چین پرهڅو او پر نږدې دوه کلنو سوداګریزو لانجو ناندرې مخ پر ډېریدو دي.
تیک تاک یو چینایي پروګرام دی، چې د یو لنډ پروګرام پر بنه د چیني تتیدانس ملکیت شمېرل شوی او په دې وروستیو کې د هند او چین ترمنځ له سرحدي لانجې وروسته په هند کې له ۵۸ نورو چینایي برنامو سره پرې بندیز لګول شوی دی.
رویترز د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې تیک تاک به د څو ورځو په اوږدو کې د هانګ کانګ له بازاره ووځي. دا پرېکړه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې چین د هانګ کانګ نیمه خپلواکه ښار ته د ملي امنیت نوی قانون تصویب کړ. سرچینه: رویترز
تازه خبرونه
په هند کې د یوه افغان زدهکوونکي مړی وموندل شو
د ټایمز آف انډیا د څرګندونو له مخې، ۳۴ کلن بینالله ضیاء، چې په ایم ایس پوهنتون کې د ودانیزې انجنیرۍ په برخه کې یې د دوکټورا زدهکړې کولې؛ د وډوډارا ښار د فاتحګنج سیمې د یوه استوګنځي په یوه اپارتمان کې اوسېده.
هندي رسنیو راپور ورکړ، چې د شنبې پر شپه ناوخته د هند په ګجرات ایالت کې د یوه افغان زدهکوونکي مړی په خپله خونه کې وموندل شو.
د ټایمز آف انډیا د څرګندونو له مخې، ۳۴ کلن بینالله ضیاء، چې په ایم ایس پوهنتون کې د ودانیزې انجنیرۍ په برخه کې یې د دوکټورا زدهکړې کولې؛ د وډوډارا ښار د فاتحګنج سیمې د یوه استوګنځي په یوه اپارتمان کې اوسېده.
هندي پولیسو ویلي، چې جسد یې د عدلي طب کتنې ته لېږل شوی دی.
چارواکو د ځانوژنې احتمال رد کړی؛ خو انګېزه یې اوس هم څرګنده شوې نده.
پولیسو زیاته کړې، چې دوی د ضیاء ګرځند هم د نښو د ترلاسه کولو لپاره تر کتنې لاندې نیولی دی.
د ضیاء ملګرو ویلي، چې دوی د شنبې پر ورځ د هغه د اپارتمان دروازه وټکوله؛ خو هیڅ ځواب یې ترلاسه نکړ. کله، چې پولیسو دروازه پرانیسته؛ مړی یې په خونه کې وموندل شو.
ځایی چارواکو ویلي، چې د مړینې د دقیق لامل په اړه څېړنې روانې دي او وروستۍ پایلې به یې د قانوني پړاوونو له بشپړېدا وروسته وړاندې شي.
تازه خبرونه
د غصب شویو ځمکو لپاره د ځانګړې محکمې په چارو کې د نهلاسوهنې حکم صادر شو
ویل کیږي، چې ياده محکمه د امارتي غصب شويو ځمکو اړوند شخړې د کمیسيون له لوري پر هر اړخيزه بڼه ارزوي او په اړه یې شرعي پرېکړه صادره کوي.
د اسلامي امارت رهبر حکم کړی؛ د غصب شویو امارتي( سلطاني) ځمکو، عامه څړځایونو او وقفونو د قضیو څېړنه یوازې د غصب شویو ځمکو لپاره د ځانګړې محکمې په واک کې ده او هیڅ بل وزارت یا اداره حق نلري، چې په دې قضیو کې لاسوهنه وکړي.
د دې حکم د لومړۍ مادې له مخې؛ د غصب شویو اماراتي ځمکو، عامه څړځایونو او وقفونو پورې اړوند ټولې قضیې یوازې د دې محکمې په واک کې دي او نورې امارتي ادارې نشي کولی په کې مداخله وکړي.
د حکم دوهیمه ماده ښیي، چې څنګه شکایتونه وړاندې شي. هغه اشخاص، چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون یا ولایتي تخنیکي کمیټو پر وړاندې شکایتونه لري کولی شي خپل شکایتونه پر لیکلې بڼه ځانګړې محکمې ته د بیاکتنې او حل لپاره وسپاري.
د حکم درېیمه ماده ټینګار کوي؛ وزارتونه او نورې امارتي ادارې حق نلري، چې د کمیسیون یا تخنیکي کمیټو پورې اړوند شکایتونه ترلاسه کړي یا له هغوی څخه پوښتنې وکړي. د دې حکم له صادرېدا وروسته هر راز هڅې، چې له واک پرته ترسره شي غیر مجاز ګڼل کیږي.
د امارتي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمه د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي کمیسيون په چوکاټ کې د غصب شويو ځمکو قضيو ته د رسیدګۍ لپاره کار کوي او په کابل، بلخ، هرات او کندهار زونونو کې فعاليت لري، چې د يادو ولايتونو او د هغو ګاونډ ولايتونو اړوندو قضيو ته رسېدګي کوي.
ویل کیږي، چې ياده محکمه د امارتي غصب شويو ځمکو اړوند شخړې د کمیسيون له لوري پر هر اړخيزه بڼه ارزوي او په اړه یې شرعي پرېکړه صادره کوي.
تازه خبرونه
ولې نور هېوادونه له افغانستان څخه امنیتي اندېښنه نلري؟ – د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر
افریدی پوښتنه کوي، چې که رښتیا هم وسلهوال له افغانستان څخه فعالیت کوي؛ نو ولې د افغانستان نور ګاونډ هېوادونه ورته اندېښنې او شکایتونه نهکوي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی د پاکستان د حکومت هغه ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې، چې ګواکې وسلهوال د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه ترسره کوي او د دې ادعا د ثابتولو لپاره یې د شواهدو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.
افریدی پوښتنه کوي، چې که رښتیا هم وسلهوال له افغانستان څخه فعالیت کوي؛ نو ولې د افغانستان نور ګاونډ هېوادونه ورته اندېښنې او شکایتونه نهکوي.
هغه ټینګار کړی، چې دا ډول ادعاوې باید له روښانو او د باور وړ شواهدو سره مل وي.
نوموړي د ډیورنډ فرضي کرښې ته په نغوته( اشره) کې د اغزن تار لګولو لپاره د ډېرو پیسو لګولو په اړه هم ویلي؛ چارواکو تل خلکو ته ډاډ ورکړی، چې دا به پاکستان ته د وسلهوالو د ننوتلو مخه ونیسي.
د هغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د اسلامآباد او کابل ترمنځ له تاوتریخوالي وروسته ناندرې روانې دي. پاکستانيو چارواکو پر ځلونو ادعا کړې، چې وسلهوال د پاکستان د برید لپاره د افغانستان خاوره کاروي؛ خو اسلامي امارت تل دا ادعا رد کړې دي.
-
سوداگري15 hours agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې یو کارکوونکی د ټرافیکي پېښې له کبله مړ شو
-
تازه خبرونه5 days agoافغان او عماني سیالانو د سوداګریزو او ټرانسپورټي همکاریو پر غځولو خبرې وکړې
-
سوداگري24 hours agoد سره زرو بیه د هر اونس په بدل کې له ۴۶۰۰ ډالرو واوښته
-
سوداگري5 days agoهندي کارپوهانو افغانستان ته پر هوایي صادراتو ټینګار څرګند کړ
-
لوبی21 hours agoد افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې اسټرالیا ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي امارت رهبر د انرژۍ او کلیو د پراختیا وزیران بدل رابدل کړل
-
توسعه4 days agoتوسعه: په افغانستان کې د وارداتو او صادراتو زیاتېدا
