تازه خبرونه
د تېرې شپې زلزلې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه کړي، چې څلور یې په افغانستان کې دي
د رویتر د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان او پاکستان کې د سې شنبې پر شپه ۶.۵ درجې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي او له ۹۰ ډېر نور ټپیان دي.
رویترز fI nH’I کړې؛ د پاکستان په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه ۹ کسان مړه شوي او ۴۴ نور ټپیان دي.
د پاکستان یوه حکومتي چارواکي ویلي، د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي وايي، لږ تر لږه څلور کسان په افغانستان کې وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د تېرې شپې د زلزلې له کبله په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۷۰ کسان ټپیان شوي او ۴ نور مړه دي.
چارواکو ویلي، په دواړو هېوادونو کې کورونو او ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.
د اروپا د مدیترانې د زلزلې ثبتولو مرکز ویلي؛ دا زلزله د ۱۰۰۰ کیلومترو پر پراخوالي د پاکستان، هند، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، افغانستان او ترکمنستان شاوخوا ۲۸۵ میلیون وګړیو احساس کړې ده.
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د زلزلې مرکز د هندوکش د غرونو شمال ختیځ بدخشان ولایت د جرم کلي جنوب ختیځ ته په ۴۰ کیلومترۍ کې ښودل شوی، چې ژوروالی یې ۱۸۷ کیلومتره اټکل شوی دی.
د پاکستان په خېبر پښتونخوا ایالت کې لوړپوړي چارواکي عبدالباسط ویلي، پر مړو او ټپیانو سربېره لږ تر لږه ۱۹ کورونه هم زیانمن شوي دي.
د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د سې شنبې پر ورځ ناوخته ویلي، چې په ختیځ ولایت لغمان کې د سېلابونو له کبله دوه کسان مړه شوي دي.
تېر کال د افغانستان په ختیځ کې د رښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه کړل.
پر ۲۰۰۵ ز. کال د پاکستان په شمال کې ۷.۶ درجې زلزلې لږ تر لږه ۷۳۰۰۰ کسان مړه کړي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ د پاکستان په سوات سمه کې زلزلې سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي .
ویل کیږي، چې د آسیا د جنوبي برخې د زلزلو لړۍ د یوریشیا پر لوري د غزېدو په حال کې ده.