تازه خبرونه
د تېر حکومت د رسنیو قانون نیمګړتیاوې نلري- مجاهد
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي؛ د تېر حکومت د مطبوعاتو قانون یې مطالعه کړی او هیڅ راز نیمګړتیا یې نه درلوده.
مجاهد دغه څرګندونې نن (چارشنبه د د سلوغې ۱۳ ) په کابل کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په ځانګړې غونډه کې کړې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د مجاهد د څرګندونو له مخې ویلي: مونږ د رسنیو پخوانی قانون مطالعه کړ، چې هیڅ نیمګړتیا یې نه درلوده.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې؛ رسنۍ باید په خپلو خپرونو کې ملي ګټې، اسلامي ارزښتونه او ملي یووالی په نظر کې ونیسي.
مجاهد زیاته کړې؛ دی ډاډه دی، چې رسنۍ به دغه ارزښتونه په پام کې ونیسي.
د امارت ویاند په ډاګه کړې؛ حکومت د همغږۍ د نشتوالي د مخنیوي لپاره غواړي، چې د رسنیزې سرغړونې کمیسیون بیا فعال او خوندي کړي.
هغه وایي؛ د امارت دریځ دا دی، چې د رسنیو له هرې نیوکې ملاتړ کوي، خو رسنۍ باید د افواهاتو له خپرولو ډډه وکړي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې رسنۍ د ولس غږ تر دولتي چارواکو رسوي، له همدې کبله اسلامي امارت د رسنیو ملاتړ کوي.
