سوداگري

د تېر پر پرتله د ننګرهار ګمرک عواید ۳۰ سلنه ډېر شوي – چارواکي

Published

on

په  ننګرهارولایت کې د ګمرک او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ولس ته د حساب ورکونې په خبرې ناسته څرګنده کړې، چې د تېر پر پرتله يي په عوايدو کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلي دي.

د ننګرهار اطلاعات او فرهنګ ریاست پر نوښت جوړه شوې دوه‌یمه خبري ناسته کې د ګمرک او صنعت او سوداګرۍ ریاست په دې ناسته کې د ننګرهار ګمرک ریيس ولس ته د څرګندونو پر مهال څرګنده کړه؛ د تېر پر پرتله يې اوسني عواید اووه سوه پېنځه اتیا ميلیون افغانیو ته رسېدلي، چې کابو دېرش سلنه لوړ شوي دي.

نوموړي يې لامل د فساد، عوایدو د تېښتې مخنیوی او له پخوا د صادراتو او وارداتو د کچه زیاتوالي بولي.

د ننګرهار ګمرک رییس مولوي عبدالهادي ابرار وايي: عواید يې د تېر پر پرتله دېرش سلنه زیات شوي او د فساد د مخنيوي ترڅنګ يې سوداګرو ته بېلابېلې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

نوموړي همدراز په ګمرک او تورخم کې سوداګرو ته د تېر پر پرتله د اسنتیاوي د رامنځته کیدو خبره هم وکړه او زیاته کړې یې ده، چې د تېر پر څير یو ځل بیا د سوداګرۍ له اړخه د ننګرهار ګمرک لومړي مقام ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د سردارمحمد داود خان د پلان له مخې به د تورخم ښارګوټی به د ډکې اړوند سیمې ته راولیږدوي او په تورخم کې به هم د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره تاسیسات جوړکړي.

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي عبدالبصیر پاچا هم د تېر کال پر پرتله د سږني کال په نهو میاشتو کې د عوایدو د دوه برابره زیاتوالي خبره کوي او وایي، چې روان کال کې د سوداګرو ګڼو ستونزو ته رسیدنه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته په دې ولایت کې اته نویو کارخونو فعالیت پیل کړی او تردې دمه پنځوس اعشاریه درې میلون و اووه سوه دېرش زره اته سوه افغانۍ راڼه عواید راټول شوي، چې د تېر کال پر پرته د سږني کال عواید يي په نهو میاشتو کې دوه برابره زیات شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ ریاست د څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ د دې ولایت په صعنتي ښارګوټي او ښار کې ۳۵۰ وړې او غټي تولیدي کارخونې فعاله دي، چې اته  زره کسان په کې کار کوي. د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو همدراز څرګنده کړې، چې په روان کال کې د ګڼو پانګوالو جوازونه ثبت او راجستر شوي هم دي.

Trending

Exit mobile version