تازه خبرونه
د جاپان سفیر د ښځو پر حقونو له اسلامي امارت سره خبرې کړي
په افغانستان کې د جاپان سفیر ويلي، د اسلامي امارت له مشرانو سره یې په لیدنو کې د ښځو پر حقونو د محدودیتونو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
په افغانستان کې د جاپان سفارت د تېر کال د سپتمبر په میاشت کې د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته د لنډمهال لپاره قطر ته له لېږدو وروسته په کابل کې خپل څه نا څه کارونه پیل کړل.
سفیر اوکادا تاکاشي، چې د افغانستان له خلکو او اسلامي امارت له مشرانو سره یې لیده کاته کړي؛ په دې وروستیو کې یې له NHK سره آنلاین خبرې وکړې.
اوکادا تاکاشي ویلي: دوه کاله وروسته له هغې، چې طالبان ( اسلامي امارت) په کابل کې بیا واکمن شول ښارونه بېرته عادي حالت ته راګرځي؛ خو خلک اوس هم د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅې کوي.
هغه ویلي، چې دا خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي؛ ځکه، چې بهرنۍ مرستې پر ټپه ولاړې دي او اقتصاد یې پر ټپه ولاړ دی.
NHK راپور ورکړی؛ اوکادا د ښځو او نجونو د حقونو په اړه پراخې خبرې کړي، چې په تېرو دوه کلونو کې له منځه تللي دي.
هغه وایي، چې څو – څو ځله یې د اسلامي امارت مشرانو ته ویلي، چې د هېواد د ثبات لپاره د ښځو ملاتړ اړین دی.
د یاد راپور له مخې؛ هغه هیله څرګنده کړې، چې بدلون په راتلونکي کې واقع کیدی شي؛ ځکه داسې ښکاري، چې د اسلامي امارت یو شمېر غړي د ښځو په اړه د یوې ډاډمنې پالیسۍ له معرفي کولو ملاتړ کوي.
