سوداگري
د جلغوزیو په صادراتو کې ځنډ مالي زیانونه رامنځته کړي – د خوست سوداګر
د خوست ولایت سوداګرو ویلي، بهر ته د بندرونو او لارو د تړل کېدو او د صادراتو په برخه کې د ستونزو د ډېروالي له کبله یې حاصلات د خوسا کېدو له ګواښ سره مخ شوي دي.
د خوست ولایت په ګودامونو کې همدا لسګونه مټریک ټنه جلغوزي؛ ځکه د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي، چې بهر ته یې د صادراتو ټولې لارې او بندرونه تړل شوي دي.
د دغه ولایت د جلغوزیو سوداګر وايي، که یې د دغو حاصلاتو د صادارتو او خرڅلاو لپاره حکومت اقدام و نکړي؛ د سوداګرو کړې خواري به پر اوبو لاهو شي.
په خوست ولايت کې د جلغوزویو سوداګر انور ویلي؛ پخوا به د جلغوزيو حاصلات پاکستان، چين او نورو هېوادونو ته پر لوړه بيه صادرېدل؛ خو اوس لارې بندې دي او د پاکستان لاره هم تړل شوې ده.
حاجي بوستان نومی سوداګر وایي؛ په تلخونو کې د جلغوزیو ساتنه زیانمنه ده او پر خوند او کیفیت یې اغېزه کوي.
د جلغوزویو د اتحادیې مشر ګل کی وایي، چې د جلغوزویو د ساتنې لپاره کوم داسې مناسب ځای نلري، چې راټول شوي حاصلات په کې وساتل شي.
نوموړي زیاته کړې، بهر ته د لارې بندېدو له کبله د جلغوزیو په بیه کې نیمايي ټیټوالی راغلی دی.
د خوست ولایتي مسوولین هم د جلغوزیو د صادراتو برخه کې ځینې ستونزې مني او د اوارولو ډاډ یې څرګند کړی دی.
د خوست ولایت د اطلاعات او فرهنګ مشر شبیر احمد عثماني د تړلیو لارو د خلاصون ډاډ ورکړی او زیاتوي، چې ځینې وخت دغه ستونزې ګاونډیان جوړوي.
په پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې هر کال سلګونه ټنه د جلغوزیو حاصلات تر لاسه کیږي؛ خو د خرڅلاو او صادراتو په برخه کې یې شته ستونزې له تېر حکومت لخوا حل شوې ندي او اسلامي امارت هم پوره آسانتیاوې رامنځته کړې ندي.