بی بی سی پښتو

د جنسیت بدلولو عریضه؛ پېښور محکمې د نجلۍ په اړه طبي مالومات وغوښتل

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۸, ۱۳۹۹)
Getty Images
په عریضه کې ویل شوي، د نجلۍ په حیث ډاډمن ژوند نه شي تېرولای (ارشیف تصویر)
  • محمد زبیر خان
  • خبریال

پېښور عالي محکمې روغتیا پالانو ته ویلي، دغې محکمې ته د یوې وړاندې شوې عریضې په هکله دې طبي معلومات ورکړي چې یوه ځايي اوسېدونکې نجلۍ پکې وايي، پر جنډر ډیسفوریا نومې ناروغي اخته ده او د جنسیت بدلولو اجازه دې ورکړل شي.

د دغې نجلۍ مدافع وکیل سیف الله محب کاکا خېل وايي، محکمې له روغتیا پالانو غوښتي چې دریو میاشتو موده کې د دغې نجلۍ جنیست احتمالي بدلون شونتیا، د درملنې څرنګوالي او د جراحي عملیاتو له کبله د احتمالي خطر معلومات ورکړي.

محکمه به د رپوټ له ترلاسه کولو وروسته په دې تړاو پرېکړه کوي.

ښاغلی کاکاخېل وايي، د دغې ښځې په عریضه کې ویل شوي، چې ځان نارینه محسوسوي،، د نارینه وو عاتونه لري، له ماشومتوبه یې د نارینه وو کالي اغوستل او له هلکانو سره یې لوبې کولې او له ډاکترانو سره له مشورې وروسته ورته ویل شوي، چې د جراحي عملیاتو له لارې یې د جنسیت بدلول امکان لري.

نوموړی زیاتوي ډاکترانو مشوره ورکړې چې باید د دې عملیاتو لپاره له محکمې اجازه واخیستل شي.

مدافع وکیل وايي، محکمې ته په عریضه کې ویل شوي چې د نجلۍ په حیث ډاډمن ژوند نه تېروي او غواړي جنسیت بدل کړي، ځکه د نارینه وو په څېر د کورنۍ لپاره کار نه شي کولای.

د محب الله کاکا خېل په خبره د موکلې دغه حالت یې جنډر ډسفوریا نومېږي چې له کبله اغېزمن کسان محسوسوي چې خپل ژوند نه تېروي، بلکې جنسیت یې بل دی او له همدې کبله داسې انسانان له بېلا بېلو رواني ستونزو سره مخامېږي.

نوموړی زیاتوي حل یې یوازې د جنسیت بدلون دی.

Getty Images
د کایلي او کېنډل پلار او د اولمپیک لوبو پخوانی لوبغاړی ‘روس جینر’ چې د جنسیت بدلون له جراحي عملیاتو وروسته ‘کېتلاین جینر’ شوه.

ښاغلی کاکاخېل زیاتوي له محکمې غوښتل شوي چې د جنسیت بدلون عملیاتو کې پېچلې طبي ستونزه نه شته، ځکه نو نه یوازې د جنسیت بدلون اجازه ورکړل شي، بلکې د جنسیت بدلون ۲۰۱۸ کال قانون له مخې باید د شناختي کارت (پېژند پاڼه) په ګډون په رسمي اسنادو کې د بدلون اجازه هم ورکړل شي.

د پاکستان ایبټ اباد کې د ایوب ټیچینګ روغتون بېړنېزې طبي مرستې څانګې مشر جنید وايي، په طبي ساینس کې هغه ناروغي جنډر ډسفوریا بلل کېږي، چې پرې اخته کسان ګومان کوي یا داسې محسوسوي چې اصلاً یې جنیست مخالف دی.

د نوموړي په وینا پاکستان کې داسې خورا لږ کسان ډاکترانو سره مشوره کوي، خو په پرمختللیو هېوادونو کې له سختو قانوني شرطونو سره د جنسیت بدلون جراحي عملیاتو اجازه ورکول کېږي.

په یو شمېر هېوادونو کې د دغسې ډول کسانو لومړی رواني یا نفسیاتي درملنه کېږي او دغه مهال معلومېږي چې رښتیا داسې کس پر یاده ناروغي اخته دی او که نه.

Trending

Exit mobile version