نړۍ
د جنوبي کوریا په سواحلو کې د امریکا یوه الوتکه راغورځېدلې
د چارشنبې پر ورځ ( د سلواغې یوولسمه ) د جنوبي کوریا د لویدیځ ساحل په سمندر کې د امریکا یوه اف- ۱۶ الوتکه راولوېده، چې پیلوټ یې ژوندی پاتې شو.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د جنوبي کوریا د لویدیځ ساحل په ګانسان ښار کې د امریکا د هوايي ځواک یوه چارواکي پرته له دې، چې د الوتکې د لوېدو د علت په اړه څه ووایي څرګنده کړې؛ له نېکهمرغه د الوتکې پیلوټ له دې پېښې ژوندې پاتې شوی دی.
د ګونسان هوايي اډه په جنوبي کوریا کې د امریکا د پوځ له دوه مهمو هوايي اډو څخه یوه ده.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ له یوې میاشتې څخه په لږ وخت کې دا د ژیړ بحر په اوبو کې د ګانسان هوایي اډې پورې اړوند د امریکا دوهیمه اف ـ ۱۶ الوتکه ده، چې راغورځیږي.
ژیړ بحر د آرام اوقیانوس یو څنډه ده، چې د آسیا ختیځه برخه یې نیولې ده. د دې بحر شمال لوري ته چین، لویدیځ ته د جنوبي کوریا ټاپووزمه، جنوب ته جاپان او ختیځ ته د جنوبي کوریا تنګی پروت دی.