تازه خبرونه

د جوزجان ولایت مقام څلور والیان لري

Published

on

(Last Updated On: زمری ۴, ۱۳۹۹)

آریانا نیوز خبریال جوزجان ولایت ته په سفر کې په ډاګه کړې، چې د طالبانو د نومول شوي والي په ګډون اوس ۴ والیانو او سرپرستانو د دې ولایت د ادارې چارې روانې ساتلې دي.

جوزجان ولایت د سیاسي ناندرو او نښتو له کبله اوس د څلورو والیانو له خوا اداره کیږي؛ لطف الله عزیزي د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې لخوا د والي په توګه ورمعرفي شوی، خو شپږ میاشتې کیږي، چې په ښکاره له مارشال دوستم سره د مخالفت له کبله په کابل کې دی او په دې موده کې یې جوزجان ته هیڅ سر ندی ورښکاره کړی، مولوي عبدالحی حیات د مارشال دوستم په ملاتړ اوس ځان د جوزجان والي بولي او خلک د مارشال دوستم په ماڼۍ کې هغه ته مراجعه کوي. کله کله د سیمه ییزو ادارو د مشر له کارونو او حاضرۍ هم څارنه کوي.

مولوي سنت الله د طالبانو لخوا ګومارل شوی والي دی، چې د دغه ولایت په یو شمېر برخو واکمني لري.

عبدالقادرمالیه بیا د جوزجان د سرپرست والي په توګه د ولایت په مقام کې ناست دی، چې هیڅ مراجعین نلري؛ خو روانې ستونزې تائیدوي.

دغه راز باتوریخچي، چې د ایشچي زوی دی له نهه کلونو راپدیخوا د جوزجان د آقچې ولسوال ټاکل شوی؛ خو د مارشال دوستم او احمد ایشچي ترمنځ د لانجې له پېښیدو وروسته ورته د ولسوالۍ دفتر ته د تګ اجازه نده ورکړ شوې او له څلور کلونو را پدیخوا په شبرغان کې دی او پرځای یې بل څوک د ولسوال دنده پرمخ وړي؛ خو دی هم د ولسوال امتیازات اخلي.

جوزجان، په داسې حال کې د څلور والیانو له خوا اداره کیږي چې له یوې ولسوالۍ پرته د نهو نورو ولسوالیو لارې د طالبانو له خوا تړل شوي او لږ تر لږه څلور نورې ولسوالۍ د طالبانو له خوا محاصره دي.

Trending

Exit mobile version