Connect with us

نړۍ

د جي – ۷ هېوادونو وزیرانو پر روسیه د نورو اقتصادي بندیزونو ګواښ وکړ

Published

 on

(Last Updated On: تله ۹, ۱۴۰۱)

د جي ـ ۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې پر ورځ له روسیې سره د اوکراین د ۴ سیمو یوځای کول د روانې جګړې سپک ټکی نومولی او د مسکو پر وړاندې یې د نورو هڅو د ترسره کولو ګواښ څرګند کړ.

د کانادا، فرانسې، جرمني، ایتالیا، جاپان، انګلستان، امریکا او اروپايي اتحادیې د لوړ پوړیو دیپلوماتانو لخوا په ډاګه شوې: مونږ به هیڅکله دا ادعا شوې یوځای کېدنه ونمنو او نه د ټوپک پر زور ترسره شوې ټولپوښتنه پر رسمیت پېژنو.

دغه راز د دغې ډلې په بیان کې راغلي: مونږ به نور اقتصادي لګښتونه پر روسیې او د روسیې دننه او بهر پر هغو اشخاصو او ادارو ولګوو، چې په دې اړه له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه یا سیاسي او اقتصادي ملاتړ کوي.

د یادونې ده، چې روسیې د روان کال د فبرورۍ پر ۲۴ پر اوکراین پوځي برید پیل او ۴ ښارونه یې له اوکراین بېل او پر رسمیت وپېژندل او د دوی د څرګندونو له مخې؛ دادی د نازیانو پر وړاندې یې جګړه هم روانه ساتلې ده.  

نړۍ

له پاکستانیو پوځیانو سره اوربند پای ته رسېدلی – پي تي پي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۸, ۱۴۰۱)

 د پاکستانيو طالبانو تحریک له حکومتي پوځ سره اوربند پای ته ورساوه او خپلو جنګیالیو ته یې د بریدونو سپارښتنه کړې ده.

کابل ته د لوړ پوړي پاکستاني پلاوي د سفر پر مهال د پاکستان طالبانو تحریک اعلان وکړ، چې له حکومتي ځواکونو سره یې اوربند پای ته رسولی او خپل بریدونه بیا پیلوي.

د پاکستانيو طالبانو تحریک په یوه بیان کې له خپلو ټولو قومندانانو غوښتي، چې پر پاکستانيو پوځيانو بریدونه بیا پیل کړي.

پوځي شنونکی اسدالله ندیم په دې باور دي، چې د پاکستانيو طالبانو تحریک دومره فعال ندی، چې د دغه هېواد پوځ وننګوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په پاکستان کې بې ثباتي د افغانستان پر امنیت او په ځانګړي توګه د سرحدي سیمو پر امنیت بده اغېزه کولی شي.

دغه راز سیاسي شنونکي صمد کارمند ويلي، چې په سیمه او په ځانګړي توګه د پاکستان په قبایلي سیمو کې بې ثباتي د افغانستان په زیان ده او د پولو امنیت له ستونزو سره مخ کوي.

پاکستان په وار وار په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو د تحریک د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې..

اسلامي امارت ويلي؛ په افغانستان کې د هیڅ دولت وسلوالې ډلې فعالې ندي، حکومت د دوحې د هوکړې له مخې هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي.

Continue Reading

نړۍ

مونږ له ټولو حکومتي بنسټونو څخه د وتلو پرېکړه کړې – عمران خان

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۴۰۱)

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان د شنبې پر ورځ له ټولو مقننه اسمبلیو څخه د وتلو اعلان وکړ، چې موخه یې له وخت مخکې ټاکن دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزير عمران خان د راولپنډۍ غونډې ته په وينا کې ویلي؛ مونږ له ټولو اسمبليو د وتلو پرېکړه کړې او نه غواړو، چې نور د نظام برخه وو.

هغه دا هم ویلي، چې د دې پرېکړې عملي نېټه به بیا وروسته اعلان شي.

هغه وایي: ټول ملت انتخابات غواړي او مونږ له دې وارد شوي حکومته د ټاکنو غوښتنه کړې وه.

عمران خان څرګنده کړې؛  مونږ پر ادارو فشار راوړ، د اقتصاد حالت خراب دی او دوی ورته د حللار نلري.

دی وایي: زه ځواکمنو ادارو ته وايم، چې دا هېواد د خرابېدو پر لوري روان دی. کله، چې د يوه هېواد اقتصاد خرابېږي، د هغو ملي امنيت هم اغېزمنېږي.

عمران خان ټینګار کړی؛ زه په واک کې یوځای پاتې راغلم، ځواکمن کسان مې قانون ته تابع نه کړای شول.

ده وویل، چې د پاکستان د حساب ورکولو ملي مرکز یا (نیب) زما په واک کې نه و، بلکې د پوځ په کنټرول کې و.

نوموړي دا هم ویلي؛ کله به یې، چې د واک پرمهال د حساب ورکولو د نه ترسره کېدو پوښتنه وکړه؛ ځواب به دا و، چې ته باید پر اقتصاد تمرکز وکړې.

عمران خان د خلکو دې غونډې ته ډاډ څرګند کړ، چې پر ده د برید په دسیسه کې درې کسان اوس هم پر لوړو څوکیو پاتې دي؛ ما ته یې وویل، چې ممکن بیا برید وشي.

د عمران خان او ملاتړیو د امنیت لپاره یې هلته پر دنګو ودانیو سنایپر نښه ویشتونکي ځای پرځای شوی، چې د تحریک انصاف پر مشر د ممکنه برید مخه ونیسي.

د تحریک انصاف یوه بل مشر اعظم سواتي د پاکستان د پوځ مخکني مشر قمر جاوېد باجوه ته په خطاب کې وویل؛ باجوه صاحب! زه له تا پوښتم او دا په وار وار درنه پوښتم، چې ستا شتمني له کوم ځایه راغلې ده.

له خیبر پښتونخوا او نورو بېلابېلو سیمو د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشرۍ احتجاج کوونکي د پنډۍ- اسلام آباد ته تللي.د لاریونوالو مخکښان د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرکزي مشران پروېز خټک، تیمور سلیم جګړا او علي امین ګنډا دي.

Continue Reading

نړۍ

شمالي کوریا د نړۍ تر ټولو قوي اتومي ځواک لرل غواړي – کیم جونګ اون

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۴۰۱)

دولتي رسنیو د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، چې خپلواک هېواد او د نړۍ ترټولو پیاوړی اتومي ځواک غواړي.

د شمالي کوریا کیم جونګ اون زیاته کړې؛ موخه مو دا ده، چې د نړۍ تر ټولو غښتلې ستراتیژیکه قوه ولرو، داسې بشپړه قوه، چې په دې پېړۍ کې ساری ونلري.

کیم دا څرګندونې په هغو ځانګړیو مراسمو کې کړي، چې د هغو په لس ګونه پوځي افسرانو د ترفیع لپاره ترتیب شوې، چې د دې هېواد تر ټولو د ستر بالاستیک توغندي په آزمایښت کې یې لاس درلود.

د شمالي کوریا مشر د نومبر پر ۱۷  (Hwasong-17) نومي بین القاروي بالاستیک توغندي له آزمایښت څخه وروسته ژمنه وکړله، چې د امریکا لخوا متوجه اتومي ګواښونو ته به په اتومي وسلو ځواب ورکړي.

کیم جونګ اون تازه آزمایل شوی بین القاروي توغندی (Hwasong-17) د نړۍ تر ټولو قوي ستراتیژیکه وسله وبلله او وایي؛ دا ډول توغندي جوړول د شمالي کوریا عزم او وړتیا ښیي، چې غواړي بالاخره د نړۍ تر ټولو قوي پوځ جوړ کړي.

هغه پرته لدې، چې نور جزئیات ورکړي پخپلو خبرو کې ویلي؛ د شمالي کوریا ساینس پوهانو په بالاستیک توغندیو کې د اتومي سرګلولو د ځای پر ځای کولو د تکنالوژۍ د پرمختګ په برخې کې ستر ګام اخیستی.

د کوریا مشر له دې ساینس پوهانو، انجنیرانو او پوځي چارواکو سره، چې په تازه آزمایښت کې یې برخه درلوده، سره په ملاقات کې ویلي: تمه ترې لري، چې د هېواد د اتومي وسلو د وسعت او قوت لپاره په دومره چټکۍ کار وکړي، چې ساری ونلري.

د شمالي کوریا بین القاروي توغندي دا وړتیا لري، چې د امریکا خاوره په نښه کړي.

له دې آزمایښت څخه وروسته امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه وغوښتل، چې د تازه آزمایښت له کبله شمالي کوریا مسووله وبلل شي؛ ځکه، چې پر دغو وسلو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو له مخې بندیز دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!