تازه خبرونه
د حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د ترکیې له ولسمشر سره وکتل
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د اسلامي نړۍ د عالمانو د مشورتي ناستې په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي نور محمد ثاقب د اسلامي نړۍ د عالمانو په مشورتي دوه ورځنۍ غونډې په څنډه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.
مجاهد زیاته کړې، چې په دې کتنه کې د ترکیې ولسمشر د امنیت خوندي کېدا او په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خوښي څرګنده کړه.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي له ولسمشر اردوغان څخه د دغې غونډې له جوړولو د مننې تر څنګ ویلي، افغانستان له ورور هېواد ترکیې سره د ښو او پرمختللیو اړیکو غوښتونکی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي؛ اسلامي نړۍ او په ځانګړي توګه افغانستان د ترکیې له ولسمشر څخه هیله لري، چې د اسلامي امت د ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي.
ارشاد، حج او اوقافو وزارت د څرګندونو له خې؛ د اسلامي نړۍ د عالمانو دوه ورځنۍ مشورتي غونډه پرون (یکشنبه د غویی درویشتمه) د ترکیې په استانبول ښار کې د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر وینا پیل شوې او د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت چارسمبالی یې هم ګډونوال دی.