نړۍ
د حزب الله د وژل شوي مشر ځایناستي وژل شوي – اسرائیل
نتانیاهو پرته له دې، چې د وروستیو دوه کسانو نومونه واخلي په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي: مونږ د حزب الله وړتیا کمزورې کړې؛ رګونه ترهګر د (حسن) نصرالله او د نصرالله د ځایناستي په ګډون وژل شوي دي.
د رویټرز خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د سېشنبې پر ورځ ( د تلې اووهلسمه ) د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې د حزب الله د وژل شوي مشر دوه ځاایناستي وژل شوي او اسرائیل د لبنان په جنوب کې د ایران د ملاتړې ډلې پر وړاندې خپل ځمکني عملیات پراخ کړي دي.
نتانیاهو پرته له دې، چې د وروستیو دوه کسانو نومونه واخلي په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي: مونږ د حزب الله وړتیا کمزورې کړې؛ رګونه ترهګر د (حسن) نصرالله او د نصرالله د ځایناستي په ګډون وژل شوي دي.
د اسرائيلو دفاع وزير يوآو ګالانت ويلي؛ هاشم صفي الدين، چې تمه کېده د نصرالله ځایناستی شي، ښايي “له منځه وړل شوی وي”.
دا اوس هم روښانه نده، چې نتانیاهو له ځایناستي د ځایناستي معنی د چا لپاره کاروي.
د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هاګاري ویلي؛ اسرائیل پوهیدل، چې صفیالدین د حزب الله د استخباراتو په مرکز کې دی. کله، چې جنګي الوتکو تېره اوونۍ بمبارد وکړ او د صفیالدین وضعیت تر څېړلو دی او کله، چې پوه شوو؛ خلکو ته به خبر ورکړو.
نتانیاهو ویلي: اوس حزب الله د اوږدو کلونو پر پرتله ډېر کمزوری دی.
د اسرائیلو پوځ د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې له تېرو څلیریشت ساعتونو راپدېخوا د لبنان په سویل کې د حزب الله د ځمکې لاندې بنسټیزې ودانۍ بمبارډ شوي؛ د شپږ قومندانانو او سیمهییزو چارواکو په ګډون لږ تر لږه ۵۰ جنګیالي وژل شوي دي.
د اوکټوبر پر لومړۍ ایران، چې د حزب الله او حماس دواړو ملاتړی دی؛ پر اسرائیلو توغندي وتوغول. د سېشنبې پر ورځ ایران اسرائیلو ته خبرداری ورکړ، چې د غچ اخیستنې ګواښونه دې نکوي.
لویدیځ ځواکونه د ډیپلوماټیک حل په لټه کې دي؛ ځکه له دې وېره لري، چې شخړه کیدای شي پراخه او د تېلو تولیدونکی منځني ختیځ ویجاړ کړي.
پنټاګون د سې شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې ګالانټ به د چارشنبې پر ورځ واشنګټن ته د سفر پر مهال له خپل سیال لویډ آسټین سره په پلان شوې ناسته کې وګوري.
د حزب الله مرستیال مشر نعیم قاسم له یوه ناڅرګند ځای څخه په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې د اوربند له هڅو ملاتړ کوي.
قاسم ویلي، چې حزب الله د متحد پارلمان د مشر نبي بیري د جګړې له درولو ملاتړ کوي.
د نتانیاهو دفتر د قاسم د څرګندونو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر په واشنګټن کې یوې غونډې ته ویلي، چې حزب الله خپل دریځ بدل کړی او اوربند غواړي؛ ځکه، چې دا ډله د جګړې په ډګر کې درېدلی ګام اخلي او تر بریدونو لاندې ده.
نعیم قاسم ویلي؛ که څه هم د اسرائیلو تر دردناکو ګوزارونو لاندې دي؛ خو حزب الله خپله وړتیا خوندي کړې ده. په لسګونه ښارونه د مقاومت د توغندیو په ساحه کې دي. مونږ تاسې ته ډاډ درکوو، چې وړتیاوې مو ښې دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د اسرائیلو پوځ ویلي، چې دوی د لبنان جنوب ته یو سلو شپږڅلوېشتمه فرقه لیږلې، چې د پولې په اوږدو کې ځای پرځای شوي. دا لومړنۍ احتیاتي فرقه ده، چې د حزب الله پر وړاندې به د لبنان له جنوب ختیځ څخه جنوب لویدیځ ته ځمکني عملیات وغځوي.
ویل کیږي، چې د اسرائيلو پوځ د اکټوبر پر لومړۍ نېټه لبنان ته د ځمکنيو ځواکونو د ننوتلو اعلان وکړ، چې تر دې دمه په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې دواړو لوریو ته مرګ او ژوبله اوښتې او سلګونه نور بې ځایه شوي دي.