تازه خبرونه
د حکومت او طالبانو د سولې خپلمنځی خبرې به آسانه نه وي – یاماموتو

د یوناما پخواني استازي تادامیچي یاماموتو ویلي، چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د مهمو مسلو په اړه اختلافاتو ته په کتو؛ په قطر کې د سولې روانې خبرې به آسانه نه وي.
یاماموتو ټینګار کړی، چې که دې خبرو اترو وخت هم ونیو؛ دواړه خواوې باید یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره خبرې روانې وساتي.
یاماموتو، چې د روان کال تر مارچ پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې د ماموریت استازیتوب کاوه؛ مینې چي ورځپاڼې ته ویلي، چې دا لومړی ګام دی؛ ځکه له ۱۹۷۹کال څخه، چې د افغان ـ شوروي جګړه راپیل شوې تر دې دمه روانې جګړې وضعیت دېر پېچلې کړی دی.
هغه ویلي، چې د سولې پر لوري دا خبرې یو تاریخي ګام دی؛ ځکه، چې طالبانو تل له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې وې.
هغه وایي، چې دغه شېبه د ملګرو ملتونو په ځانګړي توګه د امریکا، پاکستان او قطر په ګډون د نړیوالې ټولنې د هڅو په برکت رامنځته شوې ده.
یاماموتو د خبرو پرمهال ویلي، چې په خبرو کې ګډ ټکي موندل په ځانګړي توګه په مهمو مسلو کې لکه د واک شریکولو، د حکومتدارۍ سیستم او بشري حقونو لکه د ښځو حقونه له ننګونو سره مخ دی.
هغه زیاته کړې: که څه هم په ۲۰۰۱ کال کې طالبانو خپل واک له لاسه ورکړ؛ خو بیا هم دوی ځان د افغانستان اسلامي امارت بولي او باور لري، چې په هېواد کې له حکومتي مشروعیته برخمن دي.
نوموړي ویلي؛ کیدی شي طالبان د اماراتي نظام غوښتنه ولري او حکومت پر جمهوري نظام ټینګار وکړي.
یاماموتو دا هم په ډاګه کړې، چې که څه هم طالبانو ویلي؛ دوی د اسلام له نظام سره د ښځو حقونو ته درناوی لري، خو اوس هم څرګنده ند او مونږ نه پوهیږو، چې دوی یې څومره مني.
د یاماموتو د څرګندونو له مخې؛ په ځینو مهمو مسلو د دواړو خواوو تر منځ ډېر اختلاف موجود دی، خو د خبرو د بریالیتوب لپاره زغم ته اړتیا ده.
د نوموړي ویلي؛ هغه مهال، چې دی په افغنستان کې د یوناما استازی و د طالبانو سیاسي پلاوي په دوحه کې له ور سره په ۰برو کې ویلي وه، چې طالبان له تېرو وختونو زدکړه لري او بدل شوی دي.
تازه خبرونه
د امریکا استازي او پاکستانيو چارواکو د اسلامي امارت د ښځینهوو پر بندیزونو خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست پاکستان ته په دوه ورځني ( د سلواغې ۱۰ – ۱۱ ) سفر کې د جنرال سید عاصم منیر په ګډون له لوړ پوړیو چارواکو سره د ترهګرۍ او د اسلامي امارت د ښخینهوو پر تعلیمي بندیزونو خبرې کړي دي.
د امریکا سفیر د سې شنبې پر ورځ تویت کړی او د افغانستان په اړه یې د دوه ورځنیو ګټورو غونډو په لړ کې د پاکستان میلمه پالنه ستایلې ده.
ویست څرګندوي؛ هغه د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر، سفیر محمد صادق او د بهرنیو چارو له سکرتر اسد مجید خان سره لیده کاته کړي دي.
د دې لیدنو په لړ کې توماس ویست ویلي، چې دوی د تروریزم او امنیتي وضعیت، نړیوال یووالي اړتیا او د میلیونونو افغانانو حیاتي مرستو او تعلیم ته د لاسرسي په اړه د طالبانو ( اسلامي امارت) خطرناکو اغېزو په اړه خبرې وکړې.
د امریکا یاد استازي د ملګرو ملتونو دا کار مهم ګڼلی او له پلي کوونکیو څخه یې د ملاتړ غوښتنه هم کړې، چې د ښځینه مرستندویه کارکوونکیو او ښځینه زدهکړې په اړه د اسلامي امارت د بندیزونو د لغو کولو غوښتنه وکړه.
هغه ټینګار کړی، چې: له زړورو افغان ښځو سره مې وکتل؛ هغوی مهمې غوښتنې او نیوکې وړاندې کړې. په افغانستان کې چارسمبالې ښځې له کړاوونو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د هغو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.
ویست ویلي؛ ښځې او نجونې، چې په کورونو کې محدودې دي، له سختو ذهني او رواني فشارونو سره مخ دي.
ویست پر زدهګړو او کار بندیزونه بې رحمانه برید ګڼلی او ډاډ ورکوي، چې د پاکستان ترڅنګ ولاړ یوو.
هغه دغه راز په پېښور کې د تروريستي بريد له کبله د زياتو بې ګناه خلکو پر وژل کيدو هم ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د رسنیو پر خپرونو د څار مشر عبدالحق حماد ويلي، د نجونو د زدهکړې مطلق بندول افراط دی او بې چوکاته بریښودل یې تفریط دی. د اسلامي امارت تګلاره د اعتدال پر بنسټ ولاړه ده او افراطیت نه مني.
تازه خبرونه
د ټیټ کیفیت څلور تانکره دیزل بېرته ایران ته وروګرزول شول

د افغانستان د ستندرد ملي ادارې د سې شنبې پر ورځ وویل، چې دې ادارې د ټیټ کیفیت څلور تانکرونه بېرته ایران ته مسترد کړل.
یادې ادارې په ډاګه کړې؛ دوی د هرات ولایت په اسلامکلا بندر کې د تېلو د کیفیت له کتنې وروسته څلور تانکره بېرته ایران ته ستانه کړي دي.
د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ دوی د بې کيفيته تېلو د واردولو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.
سربېره پردې دغې ادارې له سوداګرو وغوښتل؛ د وارد شويو توکو پر کیفیت دې خانونه ډاډمن کړي، چې د دې ادارې له معیارونو سره سمون ولري. که نه؛ نو دوی به له ورته پایلو سره مخ شي.
دا لومړی ځل ندی، چې دې ادارې ټیټ کیفیت تیل بېرته مستردوي . د بېلګې په توګه د جنورۍ پر لومړیو کې یې ایران ته د بې کیفیته تېلو ۲۶ ټانکرونه بېرته واستول.
تازه خبرونه
د پاکستان له زندانونو ۱۲۰ افغان بندیان آزاد شول – د افغانستان سفارت

په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان د سند صوبې له زندانونو څخه د ۱۲۰ افغانانو د خوشي کولو ډاډ څرګند کړ.
افغان سفارت تویت کړی، چې دغه کسان د سې شنبې پر ورځ ( د سلواغې ۱۱ ) خوشي شوي دي.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې په راتلونکیو ورځو کې ۱۳۰ نور افغان اتباع هم د پاکستان له زندانونو خوشې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۱۳۰۰ افغانانو د خوشي کولو اعلان وکړ.
د پاکستانيو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دغه هېواد پوليسو د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ١٢٠٠ افغانان د استوګنې د اسنادو او ويزو د نه لرلو له کبله نيولي او بنديان کړي دي.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت منلې، چې شاوخوا ۱۵۰۰ بې اسناده افغان کډوال په پاکستان کې بندیان دي او د خوشي کولو هڅې یې روانې دي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې د معلوماتو له مخې؛ دا مهال په پاکستان کې شاوخوا یو اعشاریه ۳ میلیون قانوني افغان کډوال ژوند کوي، خو د اټکل له مخې په سلګونه زره افغان کډوال هم له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي.
-
نړۍ3 days ago
د پاکستان په یوه جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۱۹ لمونځ کوونکي وژلي
-
تازه خبرونه4 days ago
خصوصي پوهنتونونه دې د کانکور په ازموینه کې د نجونو له نوم لیکنې ډډه وکړي
-
تازه خبرونه2 days ago
د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون له زیانمنونکیو افغانانو سره خپلې مرستې روانې ساتي
-
نړۍ4 days ago
ایران پخپلې پوځي اډې د بې پیلوته الوتکې برید شنډ کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
د سږني ژمي په طبیعي پېښو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۰ تنو ته لوړ شو
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامي امارت دې ښځو ته د زدهکړو او کار اجازه ورکړي – د اسلامي همکاریو ټولنه
-
تازه خبرونه3 days ago
پاکستان او روسیه به د اسلامي امارت د کړنو ارزونه وکړي
-
تازه خبرونه2 days ago
افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیوال شاخص کې له ډېرو هېوادونو مخکې شو