Connect with us

تازه خبرونه

د حکومت د ثبات لپاره باید له صلاحیتونو څخه سالمه او شرعي استفاده وشي – سراج الدین حقاني

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د نظام استحکام او د ولس خدمت لوی امانت دی، چې باید په پوره اخلاص سره ادا شي.»

خپور شوی

د

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج‌الدین حقاني کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال د دې ولایت په تالار کې د شهیدانو د ویاړ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي؛ « مجاهدین دې د حکومت د ثبات، مؤثرو خدماتو او مسوولانه چلند لپاره هڅه وکړي او له صلاحیتونو څخه باید سالمه او شرعي استفاده وشي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د نظام استحکام او د ولس خدمت لوی امانت دی، چې باید په پوره اخلاص سره ادا شي.»

سراج الدین حقاني زیاته کړې:  د عفوې فرمان په تېرو  څلور کلونو کې ښه پلی شوی او په هېواد کې امنيت تامين، اسلامي او ملي ګټې خوندي دي او د څلوېښت کلنې دښمنۍ ځای دوستۍ او ورورګلوۍ نیولې دی.

د کورنيو چارو وزارت د چارسمبالي د څرګندونو له مخې:« اختلاف د نظر ممکن دی؛ خو ټول باید د هېواد جوړونې او شریعت حاکمیت ته کار وکړو. د ټولنې اصلاح او د حکومت په استحکام کې د هر چا ونډه ضروري ده. »

نوموړي د کاپیسا د خلکو د مبارزې او جهادي هڅو د ستایلو تر څنګ ویلي؛ «د دوست او دښمن دواړو اعتراف دا دی، چې کاپیسا د خپلواکۍ د مبارزې یو له مهمو میدانونو څخه وه او ناممکن عملیات دلته ممکن شول».

هغه په دې غونډه کې د مسوولیتونو، دندو او صلاحیتونو د کره والی لپاره د ظرفیت لوړونې پر اړتیا ټينګار وکړ او څرګندوي : چې تل باید د زده‌کړې په حال کې ووسو او د پوهې پر بنسټ په خپلو دندو کې پرمختګ وکړو.

 دغه راز په دې غونډه کې د کاپیسا والي قاري بریال دې ولايت ته د دې وزارت د چارسمبالي راتګ د ویاړ او عزت سبب وباله او د نوموړي د جهادي دورې د یووالي، ښې رهبرۍ او بریاوو یادونه یې وکړه.

نوموړي د اسلامي امارت حکومت بریالیتوب د اتفاق او اتحاد نتیجه وبلله او د کاپیسا د ولسونو او مجاهدينو په استازیتوب یې د حکومت ترڅنګ د کلک درېدلو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

روسیې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د همکارۍ وړاندیز وکړ

د نوموړې د ټینګار له مخې؛ پاکستان او افغانستان مهم سیمه‌ییز شریکان دي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، چې روسیه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب رول لوبولو ته چمتو ده؛ ځکه، چې سیمه‌ییز ثبات د روسیې او نړیوالې ټولنې لپاره یو اړین لومړیتوب دی.

د نوموړې د ټینګار له مخې؛ پاکستان او افغانستان مهم سیمه‌ییز شریکان دي.

هغې پر دواړو خواوو غږ وکړ، چې زغم وکاروي او د خبرو اترو له لارې خپل اختلافات حل کړي.

ماریا زاخارووا خبرداری ورکړی، چې دوامداره کړکېچونه کولی شي سیمه‌ییز امنیت له خطر سره مخ کړي.

زخارووا وایي: دا منځګړیتوب کولی شي؛ په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره لار اواره کړي او امنیتي خطرونه راکم کړي.

روسیه د منځګړیتوب وړاندیز په داسې حال کې کوي، چې پاکستان د قطر او ترکیې پر منځګړیتوب لنډمهاله اوربند مات کړ او د استانبول وروستۍ خبرې اترې یې پرته له پرمختګ پای ته ورسولې.

کارپوهان په دې اند دي، چې د روسیې ښکېلېدا کولی شي خبرو اترو ته نوې ساه ور پر برخه او سوله‌ییز حل ته د رسېدو لپاره ډېر فرصتونه برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر هم د تاوتریخوالي په کمولو کې د مرستې لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړی او ترکیه هم چمتو ده، چې د خبرو اترو د دوام لپاره پاکستان ته یو لوړ پوړی پلاوی واستوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په خوست کې یوې مېرمنې له ۶ کلونو وروسته د نکاح شرعي حق ترلاسه کړ

د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز زیاته کړې: د يادې مېرمنې پلار خپله لور د خپلې دوه‌یمې میرمنې د واده په بدل کې ورکړې وه، خو هغه کس بل واده کړی و او دا نجلۍ یې نه غوښتله. پلار یې خپلې لور ته اجازه نه‌ورکوله، چې له بل چا سره واده وکړي. همدا علت و، چې دا قضیه تر شپږ کلونو ځنډېدلې وه.

Published

on

د خوست ولایتي چارواکو ویلي، چې د دې ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو پر هڅو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یوې مېرمنې له شپږ کلونو وروسته د نکاح شرعي حق ترلاسه کړ.

د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز زیاته کړې: د يادې مېرمنې پلار خپله لور د خپلې دوه‌یمې میرمنې د واده په بدل کې ورکړې وه، خو هغه کس بل واده کړی و او دا نجلۍ یې نه غوښتله. پلار یې خپلې لور ته اجازه نه‌ورکوله، چې له بل چا سره واده وکړي. همدا علت و، چې دا قضیه تر شپږ کلونو ځنډېدلې وه.

د مستغفر ګربز د څرګندونو له مخې؛ له دې شکایت وروسته موضوع د یاد ریاست له‌خوا ثبت او د نجلۍ له پلار سره یې ياده قضیه د شرعي اصولو په رڼا کې وڅېړله، په پایله کې یې پلار مکلف شو، چې خپلې لور ته د نکاح حق ورکړي او نور د هغې د ژوند په چارو کې خنډ نشي.

دې ریاست له ټولو خوست مېشتو ولسونو غوښتي، چې که څوک له ورته ستونزو او قضیو سره مخ وي؛ ډاډه دې یاد ریاست ته مراجعه وکړي، چې په اړه یې لازم اقدام ترسره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پنجشېر کې د پارندې برښنابند تولیدي کارخونه پرانیستل شوه

هغه نن( پنجشنبې د لړم دوه‌ویشتمه)د برښنا د یادې تولیدي کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې برښنا د صنعت د ودې لپاره خورا اړینه ده او افغانستان له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې د برښنا او انرزۍ د تولید لپاره پراخې اوبیزې، بادي او لمریزې سرچینې لري.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۳, ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په پنجشېر ولایت کې د پارندې برښنابند د تولیدي کارخونې پرانیسته وکړه.

هغه نن( پنجشنبې د لړم دوه‌ویشتمه)د برښنا د یادې تولیدي کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې برښنا د صنعت د ودې لپاره خورا اړینه ده او افغانستان له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې د برښنا او انرزۍ د تولید لپاره پراخې اوبیزې، بادي او لمریزې سرچینې لري.

هغه ټینګار کړی؛ د اسلامي امارت اړین لومړیتوب د انرژۍ په برخه کې پرځان‌بسیاینه ده، چې له پلي کېدا سره یې هېواد کولی شي د لوړ کیفیت لرونکي توکو د واردولو پر ځای بهر ته خپل تولیدي توکي صادر او د پانګې د جذبولو لپاره زمینه برابره کړي.

ملا برادر وایي: “د افغانستان اسلامي امارت اراده لري، چې هېواد د صنعت، کرنې، ټرانسپورټ، سوداګرۍ او د ژوند په هره برخه کې پرځان‌بسیا کړي. دا شعار نه، بلکې یو عملي پروګرام دی.”

نوموړي له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په هېواد کې دننه د صنعت او برښنا په تولیدي سکټور کې پانګونه وکړي او دا ډاډ څرګندوي، چې اسلامي امارت به پانګوالو ته ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

د پارندې د برښنابند تولیدي کارخونه د ۴ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري او تمه ده، چې د پنجشېر د اوسېدونکو د برښنا اړتیاوو لویه برخه پوره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!