تازه خبرونه

د حکومت د لوړپوړیو چارواکو پر سفرونو د بندیزونو روان ساتل ظالمانه کړنه ده  

Published

on

اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې لخوا د حکومت د لوړ پوړیو چارواکو پر سفرونو د بندیزونو روان ساتل  یوه ظالمانه او ناعادلانه کړنه بولي.

څه باندې درې میاشتې کېږي، چې د رییس الوزرا په ګډون د اسلامي امارت د ۱۳ لوړپوړیو چارواکو پر سفر د بندیزونو معافیت د روان کال د زمري میاشتې پر ۲۹ نېټه پای ته ورسید؛ خو تر اوسه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغو چارواکو او غړیو پر سفر د بندیز معافیت ندی غزولی او د اسلامي امارت غړي، چې په دې نوملړ کې زاغلي له افغانستان څخه بهر سفر نشي کولی.

اوس اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې لخوا د دغو بندیزونو دوام ظالمانه او ناعادلانه بولي او ټینګار کوي؛ که نړۍ له اسلامي امارت سره تعامل غواړي، باید د افغانستان پر نوي حکومت ټول بندیزونه پای ته ورسوي.

 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په هېواد کې شته ستونزې د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان پر نوي حکومت د لګول شويو ناعادلانه بندیزونه له کبله بولي او ټینګار کوي، چې که نړۍ وغواړي له اسلامي امارت سره اړیکي ولري؛ باید ټول بندیزونه لرې کړي.

بلال کریمي وايي: سیاسي انزوا لکه څنګه، چې پخوا کومه پایله نه درلوده؛ اوس به هم کومه پایله ونلري. د افغانستان خلک او مونږ له هغو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو، چې متقابل درناوي ته ژمن وي.

د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو د بندیز معافیت له پای ته رسېدو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر دې دمه د دغو چارواکو پر سفرونو د بندیز معافیت د غزولو او یا ردولو په اړه د پرېکړې په موخه دوه غونډې کړې؛ خو په دواړو غونډو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي کومې پایلې ته سره رسیدلي ندي.

د تېر کال د زمري پر ۲۴ نېټه په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، نړیوالې ټولنې تل د یوه جامع حکومت رامنځته کېدل، د بشري حقونو خوندیتوب او له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو له منځه وړل د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو او د افغانستان د نوي حکومت پر وړاندې د بنديزونو ختمولو لپاره د خپلو بنسټیزو شرطونو په توګه یاد کړي دي.

په ورته وخت کې اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د رسمیت لپاره یې ټول شرایط پوره کړي؛ خو نړیوالې ټولنې پر اسلامي امارت بېځایه بندیزونه لګولي دي.

Trending

Exit mobile version