تازه خبرونه
د ختیځ اوکراین په بې ثباتۍ کې روسیه لاس لري- ناتو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ناتو د لویدیځو هېوادونو غړیو په روسیې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د ختیځ اوکراین په بې ثباتۍ کې لاس لري.
د ناتو مشرانو ویلي: که روسیه له خپل دریځ څخه لاس وانخلي، نور فشار به هم پرې راوړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې تل ختیځ اوکراین ته د خواکونو لیږل او اورپکو ته د وسلو ورکول رد کړي دي.
له دې مخکې د ناتو سرمنشي د روسيې له خوا په ختیځ اوکراین کې د اوربند طرحې ته د شک په سترگه کتلي ول.
د ناتو د سرمشریزې له پیل وړاندې راسموسن د اوکرایني ځواکونو او بېلتونپالو تر منځ نښته د اندېښنې وړ او په ختیځ اوکران د جگړې مسووله یې روسیه گڼلې وه.