سوداگري
د خدیجة الکبری د ملي او نړیوال نندارتون شپږمه ورځ

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې پر ورځ ( د لړم ۲۸ ) ویلي؛ د خدیجة الکبری ملي او نړیوال نندارتون د ښځینه متشبثینو د پیاوړتیا لپاره په کابل ښار کې پیل شوی، چې نن یې شپږمه ورځ ده.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دغه نندارتون کې د افغانستان له ولایتونو او مرکز څخه ښځینه متشبثینو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل او له ملي او نړیوالو سوداګرو سره یې بلد شول.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې: د دغه نندارتون له پرانستې سره سم په سلګونه مینهوالو د ښځو د لاسي صنایعو او نورو تولیداتو ستاینه وکړه.
په دغه نندارتون کې ښځو له ۸۰۰ څخه په ډېرو غرفو کې خپل تولیدات نندارې ته ایښي دي.
دغه نندارتون به د لړم تر ۲۹ (دوشنبې) پورې روان وي.
سوداگري
د کانونو وزارت د ۶.۲ میلیون ډالرو پر ارزښت د کندهار د مرمرو تړون لاسلیک کړ
د دې وزارت چارسمبالي(سرپرست) ويلي، چې دا قرارداد د دې کان د کېندنې او پراختیا لپاره لاسلیک شوی او تمه ده، چې د هېواد اوسیدونکو ته ورسره نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د کندهار په “دره نور” سیمه کې د مرمر ډبرو د استخراج لپاره له یوه ترکي شرکت سره د ۶.۲ میلیون ډالرو پر ارزښت تړون لاسلیک کړ.
د دې وزارت چارسمبالي(سرپرست) ويلي، چې دا قرارداد د دې کان د کېندنې او پراختیا لپاره لاسلیک شوی او تمه ده، چې د هېواد اوسیدونکو ته ورسره نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.
د دې وزارت چارسمبالي(سرپرست) هدایت الله بدري زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د مرمرو د ډبرو د استخراج څو قراردادونه لاسلیک شوي دي.
له بلې خوا، د قراردادي شرکت مرستیال موسی امیر اوغلو وايي؛ دا قرارداد د دواړو هېوادونو په ګټه دی او د دې مرمر ډبرو له استخراج وروسته به پر نړیواله کچه معرفي شي، چې پر کارموندنې سربېره د افغانستان د صادراتو په وده کې هم مرسته وکړي.
موسی امیر اوغلو وایي: “زمونږ شرکت اته میاشتې دمخه د دې کان پر استخراج کار پیل کړ. له تولید او پروسس وروسته مونږ غواړو د افغانستان مرمر پر نړیواله کچه معرفي کړو، چې دواړه هېوادونه ترې ګټه پورته کړي.”
دا په داسې حال کې ده، چې اقتصادي کارپوهان وايي؛ د کانونو د قراردادونو له لاسلیکولو سره به د هېواد اقتصادي وضعیت ښه او پانګونه زیاته شي.
سوداگري
افغانستان ته د پاکستان صادرات ۵۰۴ میلیون ډالرو ته رسیدلي
د پاکستان د دولتي بانک د راپور له مخې؛ افغانستان ته د پاکستان ټول صادرات ۵۰۴.۳۰۸ ميلیون ډالرو ته رسیدلي دي. په داسې حال کې، چې تېر کال کې ۲۶۲.۵۸۳ میلیون ډالر ول.

پاکستان د روان مالي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې افغانستان ته د توکو او خدماتو صادرات د تېر کال د ورته مودې پر پرتله ۹۲ سلنه زیاتوالی ثبت کړی دی.
د پاکستان د دولتي بانک د راپور له مخې؛ افغانستان ته د پاکستان ټول صادرات ۵۰۴.۳۰۸ ميلیون ډالرو ته رسیدلي دي. په داسې حال کې، چې تېر کال کې ۲۶۲.۵۸۳ میلیون ډالر ول.
د دې بانک د څرګندونو له مخې؛ نورو هېوادونو ته د پاکستان صادرات په لومړیو شپږ میاشتو کې ۷ سلنه زیاتوالی ښیي، چې له ۱۵.۱۴۶ میلیارډ ډالرو څخه ۱۶.۲۲۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي دي.
دغه راز په ورته موده کې پاکستان ته د افغانستان صادرات په ټولیزه توګه ۹.۹ میلیون ډالر ول، چې په ۲۰۲۳ کال کې ۴.۴۲۵ میلیون ډالر کېدل.
دغه راز د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې له افغانستان څخه کال پر کال واردات له ۱.۲۳۸ میلیون ډالرو څخه ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د ۱.۴۶۶ میلیون ډالر واردات ول.
له افغانستان څخه میاشت پر میاشت واردات هم د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې ۸.۲۷ سلنه زیاتوالی ښيي، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې د ۱.۳۵۴ میلیون ډالر واردات ول.
سوداگري
د ټاپ-۵۰۰ پروژې د عملي کار پیلولو لپاره ناسته ترسره شوه
دغه راز بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د تخنیکي کمیټې ترمنځ د منظمو ناستو او د ټاپ-۵۰۰ پروژې د پلي کولو لپاره د عملي پلان پر جوړولو هوکړه وشوه.

د هېواد بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ټاپ – ۵۰۰ پروژې د عملي کار د پیل لپاره لومړۍ درې اړخیزه ناسته د انرژۍ او اوبو وزارت، برښنا شرکت، د ترکمنستان د انرژۍ وزارت او د ترکیې شرکت چاک هولډینګ د استازو پر ګډون ترسره شوه.
دغه راز بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د تخنیکي کمیټې ترمنځ د منظمو ناستو او د ټاپ-۵۰۰ پروژې د پلي کولو لپاره د عملي پلان پر جوړولو هوکړه وشوه.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټاپ-۵۰۰ پروژه له ترکمنستان څخه د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو له لارې پاکستان ته د لوړ ولټاژ برښنا لېږدوي او پر کورنیو اړتیاوو پوره کولو سربېره به افغانستان د دې برښنا له لېږد څخه کلني عاید هم ترلاسه کوي.
اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې هڅه کړې؛ پر هغو لویو سیمهییزو پروژو کار پیل کړي، چې خلک یې له کلونو راپدېخوا د پیلېدو پر تمه ول.
-
لوبی4 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا (جمعه) له پاکستان سره مخ کیږي
-
نړۍ4 days ago
د امریکا یوه پوځي الوتکه د سانډیاګو په ساحل کې راوغوځېده.
-
لوبی4 days ago
د ۲۰۲۵ آریانا سنوکر د اتلولۍ جام د دوهیمې ورځې پایلې
-
تازه خبرونه4 days ago
په کابل کې د کور او ښارجوړونې وزارت مخې ته چاودنه رامنځته شوې
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه د پاکستان ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندوز ځانمرګی برید وغانده
-
تازه خبرونه18 hours ago
امریکا او روسیه د اوکراین د جګړې په اړه په سعودي عربستان کې د خبرو پیلول غواړي
-
تازه خبرونه11 hours ago
د کډوالو چارو وزارت په بلوچستان کې له کورونو څخه د افغان کډوالو شړل وغندل