Connect with us

تازه خبرونه

د خراسان داعشیان افغانستان، سیمې او نړۍ ته ګواښ دی – د م.م امنیت شورا

د امریکا، روسیې او پاکستان استازو د داعش خراسان څانګې ګواښونه جدي وبلل او د دوی پر وړاندې یې د مبارزې غوښتنه وکړه.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو په یوه ناسته کې د داعش ډلې لخوا رامنځته شوي ګواښونه وڅېړل او د دې ډلې د فعالیتونو او تازه ځواکونو د جذب په  اړه یې خپلې اندېښنې څرګندې کړي.

د امریکا، روسیې او پاکستان استازو د داعش خراسان څانګې ګواښونه جدي وبلل او د دوی پر وړاندې یې د مبارزې غوښتنه وکړه.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د رییس دفتر د امنیت شورا په ناسته کې د خراسان څانګې داعش ډله د افغانستان او نړۍ لپاره یو لوی ګواښ یادکړی دی.

د ملګرو ملتونو ټولنې دې لوړ پوړي چارواکي زیاته کړې، چې افغانستان ته د تروریستي ډلو د سفرونو راپورونه شتون لري. 

له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر رییس ولادیمیر ایوانوویچ ورونکوف   ویلي: ” د خراسان داعش ډله افغانستان، سیمې او نړۍ ته ګواښونه پېښوي. سربېره پر دې په افغانستان کې دننه حملې، په اروپا کې داعشیان پر تروریستي بریدونو مرتکب شوي او هڅه کوي، چې د مرکزي آسیا څخه نوي کسان جذب کړي. همدا رنګه راپورنه شته، چې بهرنۍ ترهګرې ډلې افغانستان ته سفر کوي.”

د دې ناستې پر دوام امریکا هم په افغانستان او سیمه کې د داعش ډلې پر ځواکمن کېدو اندېښنې ښودلي دي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازې دوروټی شیا وایي: “هغه ډلې، چې له مرکزي آسیا څخه بهر له داعش سره تړاو لري؛ په ځانګړي توګه د داعش خراسان ډله هم یو نړیوال ګواښ ګڼل کیږي. مونږ په خراسان کې د داعش څانګې د وړتیا په اړه هم اندېښمن یوو، چې پلان جوړونه، بریدونه ترسره کول او همدارنګه د نويو کسانو د استخدام، دغه اندېښنې په ځانګړي ډول افغانستان او پاکستان په تړاو ډېرې شوې دي.”

په دې ناسته کې د پاکستان استازي هم په افغانستان کې د داعش شتون لوړ یاد کړ. 

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي: ” دا مهال په افغانستان کې له ۲۰ څخه زیاتې ترهګرې ډلې فعالې دي او دا هېواد د داعش د تمویل، اسانتیا او تسهیلاتو او د جذب اصلي مرکز ګرځېدلی دی. له همدې کبله، زه غواړم بیا تکرار کړم، چې افغانستان د داعش لپاره د جلب او جذب اصلي مرکز ګرځېدلی او مونږ هغه ادعا ردوو، چې داعش په پاکستان کې پټن ځایونه لري. مونږ همدا اوس له داعش او ټی ټي پي سره په جګړه کې ښکېل یوو.”

د ملګرو ملتونو ر امنیت شورا په ناسته کې د روسیې سفیر ویلي، چې په افغانستان کې د داعش شتون او فعالیت تصادفي ندی. د امریکا هغه وسلې، چې په افغانستان کې پاتې دي د داعش لاس ته لوېدلې دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلی نبنزیا ویلي: ” مونږ نشو کولی، چې په افغانستان کې د داعش فعالیت او حضور نالیدلی ونیسو. دا یو تصادف ندی. ناټو ځواکونو، چې افغانستان په ناڅاپي ډول پرېښود ډېری وسلې یې هلته پرېښودي؛ نو دا وسلې د داعش او نورو ډلو لاس ته لویدلي.”

په ملګرو ملتونو کې د چین استازی فو کانګ وایي: ” ترهګرې ډلې لکه داعش او القاعده اوسمهال په افغانستان کې ډېر فعال دي او له یو بل سره همکاري کوي. دوی غواړي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت کمزوری کړي، بلکې سیمه‌ییزې او نړیواله سوله او امنیت له خطر سره مخ کړي. د چین حکومت غواړي، چې په افغانستان کې د ټولو ترهګرو ډلو له منځه وړلو لپاره محسوس او پلي کېدونکي اقدامات وکړي.

اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې افغانستان خاوره د هیڅ هېواد لپاره ګواښ ندی او زیاتوي، چې په سیمه کې د دې ډلې فعالیتونه په افغانستان پورې تړاو ن‌لري.

تازه خبرونه

په اوسني عصر کې عصري علومو ته ډېره اړتیا لرو- د پوهنې چارسمبالی

د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله آغا په کابل کې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د دیني او عصري علومو زدکړه نن یوه مهمه اړتیا ده؛ اسلامي امارت دواړو ته ژمن دی او خلک باید پر منفي تبلیغاتو دوکه نشي.

Published

on

(Last Updated On: )

د پوهنې وزارت چارسمبالي(سرپرست) ويلي؛ د زدکړې هغه مواد، چې د دین او ملي دودونو سره په ټکر کې وي؛ له نصاب څخه به لرې شي او دا وزارت پر دیني علومو سربېره عصري علومو ته هم پاملرنه کوي.

د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله آغا په کابل کې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د دیني او عصري علومو زدکړه نن یوه مهمه اړتیا ده؛ اسلامي امارت دواړو ته ژمن دی او خلک باید پر منفي تبلیغاتو دوکه نشي.

حبیب الله آغا زیاته کړې: “په دې پېر او عصر کې مونږ د عصري علومو زدکړې ته ډېره اړتیا لرو. راځئ، چې له عصري علومو سره پرمختګ وکړو او ځانونه له نړۍ سره د سیالۍ لپاره چمتو کړو.”

هغه دا ټینګار هم وکړ، چې یوازې د عصري علومو پر زدکړه د هېواد ژوند، نظام، روغتیا او جغرافیه خوندي کیدی شي.

دغه راز د رییس الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې ویلي؛ د اسلامي امارت مشرتابه ژمن دی، چې د پوهنې وزارت ټولې اړتیاوې پوره کړي او افغانستان یو غوره او ډاډمن ښوونیز نظام ولري.

عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، چې د پوهنې وزارت باید د هېواد د اوسنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې وکړي.

نوموړی وایي: ” د ښوونکو د ظرفیت لوړول، د سواد پورې اړوند مسایل، د درسونو د بهیر څارنه، په دیني مدرسو او عامه ښوونځیو کې د زدکړې کیفیت ښه کول او په پایله کې یې د داسې زدکړې رامنځته کول د پوهنې وزارت د چارواکو مسوولیت دی، چې ښوونیز نظام مود  کمیت او کیفیت له پلوه ښه شي.”

یو شمېر حکومتي چارواکو ویلي؛ که څه هم دښمن په خپل ټول توان سره هڅه کوي، چې د سړې جګړې له لارې د افغانستان اسلامي امارت بدنام کړي؛ خو هېواد ورځ پر ورځ پرمختګ کوي.

د ملي ازموینو د ادارې مشر عبدالباقي حقاني هم په دې مراسمو کې یادونه کړې، چې د افغان سوداګرو او بهرنیو هېوادونو پام باید د پوهنې سکټور سره مرستې ته راواړول شي.

د یادونې ده، چې ۱۴۰۴ ښوونیز کال په هېواد کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو له بیا پرانستلو پرته پیل شو.

Continue Reading

تازه خبرونه

یو امریکايي بندي د بشردوستانه عمل په توګه خوشې شو- اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت د تل په څېر یو ځل بیا یادونه کوي، چې ټولو مسلو ته د خبرو، تفاهم او ډیپلوماسۍ له لارې د حل لار موندلی شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د بشردوستانه عمل په توګه جورج ګلزمن نومی یو امریکايي بندي له زندان څخه خوشې کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د تل په څېر یو ځل بیا یادونه کوي، چې ټولو مسلو ته د خبرو، تفاهم او ډیپلوماسۍ له لارې د حل لار موندلی شي.

د بهرنیو چارو وزارت په برپاڼه کې راغلي: “د امریکايي وګړي د خوشې کولو ګام په ښه نیت اخیستل شوی دی. دا ښیي، چې اسلامي امارت د متقابل احترام او ګټو پر بنسټ له ټولو خواوو په ځانګړي توګه له امریکا سره رښتینو خبرو ته چمتو دی.”

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې تولې له فتنو ډکې ډلې لکه داعش ځپل شوې دي او له افغانستان څخه هیچا ته ګواښ نشته.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، افغانستان د سیمې او نړۍ په ثبات کې مثبت رول لوبولی شي او اوس هم کولی شي له نړۍ سره خپلې ستونزې په ښه توګه حل کړي.

د بهرنيو چارو وزارت له متحده عربي اماراتو او قطر څخه هم مننه کړې، چې پدې اړه يې مهم او اغېزمن رول لوبولى او د اسلامي امارت او امريکا ترمنځ د اړيکو په اواري کې يې مهم ګامونه پورته کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي د امریکا له ځانګړي استازي سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا  لیدنه، چې نن پنجشنبه( د کب نهه‌ویشتمه) ترسره شو په کې پر دوه اړخیزو اړیکو، بندیانو تبادلې او په امریکا کې افغانانو ته قونسلي خدماتو چمتو کولو خبرې وشوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بوئلر او د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالی( سرپرست) امیر خان متقي سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا  لیدنه، چې نن پنجشنبه( د کب نهه‌ویشتمه) ترسره شو په کې پر دوه اړخیزو اړیکو، بندیانو تبادلې او په امریکا کې افغانانو ته قونسلي خدماتو چمتو کولو خبرې وشوې.

امیر خان متقي کابل ته د ياد پلاوي راتګ په دوه اړخيزو اړيکو کې ښه پرمختګ بللی او يوځل بيا يې ټينګار کړی، چې اسلامي امارت د خپل متوازن بهرني سياست په رڼا کې ټولو لوريو سره مثبتې اړيکې غواړي.

هغه زياته کړې:«دا مهمه ده، چې افغانستان او امریکا پر دې وتوانېږي، چې مسئلې د خبرو له لارې اوارې کړي. پکار ده، چې دواړه هېوادونه د شل کلنې جګړې له اغېزو راووځي او يو له بل سره سياسي او اقتصادي مثبتې اړيکې ولري»

د بنديانو په چارو کې د امريکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بوئلر ويلي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د بنديانو په برخه کې پرمختګ د باورجوړونې پر لور ښه ګام دی او په افغانستان کې يې د مخدره موادو پرخلاف او د امنيت د ټينګښت پر لوري هڅې د ستاينې وړ یادې کړې.

دواړو لوريو د خبرو پر دوام ټينګار وکړ او د خبرو له لارې يې د اړيکو تقويت مهم وباله.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!