Connect with us

تازه خبرونه

 د خلکو د هوساینې لپاره د اسلامي امارت هڅې اغېزمنې پایلې لري

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۷, ۱۴۰۲

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د اقتصادي ودې او اداري فساد د له منځه وړلو، د نشه‌یي توکو د کښت د بندولو او د خلکو د هوساینې او عامه نظم د ښه‌والي په برخه کې د اسلامي امارت تدبیرونه ګټورې پایلې لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په امنیتي، اقتصادي، اداري فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخو کې د اسلامي امارت  لاسته راوړنې وستایلې او وایي؛ افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی او نړیواله ټولنه اندېښمنه ​​ده، چې چارسمبالی حکومت به دا ننګونې څنګه حل کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ اوس د دې وخت راغلی، چې چارسمبالی حکومت د افغانانو د هیلو او د نړیوالې ټولنې د غوښتنو د پوره کولو لپاره پرېکنده عمل وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماونینګ وایي: مونږ هیله من یوو، چې طالبان به د خلکو د هیلو په پوره کولو، د افغانانو په ملاتړ او د نړیوالې ټولنې د مشروع غوښتنو له منلو سره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي. لکه څنګه، چې د چارسمبالي حکومت سیاستونو د اقتصاد په وده او پرمختګ کې ګټورې پایلې درلودې؛ حکومت به داسې پالیسي غوره کړي، چې په پایله کې به یې نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي او له ګاونډیو او نړۍ سره به د افغانستان دیپلوماتیکې اړیکې پیاوړې شي.

چین له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره دې د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنو ته پاملرنه وکړي.

اسلامي امارت د افغانستان د حالاتو او په تېرو دوه کلونو کې د امارت د لاسته راوړنو د درک کولو له کبله له چین ستاینه کوي او ټینګار کوي، چې د نړۍ مشروع غوښتنو ته درناوی لري او شته نیمګړتیاوو ته به هم رسیدنه وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازي په دې وروستیو کې د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت غواړي مشروعیت ترلاسه کړي؛ خو هغه ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه غواړي د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو بندیزونه لرې کړي او همدارنګه غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې چارسمبالی حکومت یو باثباته افغانستان جوړوي، له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره په سوله ییزه هماهنګۍ کې پرځای ګامونه اخلي او د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د افغانانو هیلې پوره  کوي.

تازه خبرونه

د ځانګړو اقتصادي کړیو( زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید شو

دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.

Published

on

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( چارشنبه د لړم شلمه) په ټول هېواد کې د ځانګړو اقتصادي کړیو(زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید کړ.

دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.

د پلان له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به له اړوند وزارتونو او ادارو سره پر همغږۍ د دغو زونونو لپاره اړینې ځمکې مشخصې کړي، د اړوند سکټورونو فعالیتونه او اړین چوپړونه به وپېژني او د پانګونې زمینه به برابره کړي.

د ځانګړو اقتصادي زونونو له جوړېدا موخه د نوې پانګونې جذب، د صادراتو او وارداتو ترمنځ د نسبي توازن رامنځته کول او د تولیدي فعالیتونو پراختیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د روسیې اقتصادي مرستیال د یو پلاوی پر مشرۍ کابل ته راځي

د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې یو لوړپوړی پلاوی به د پنجشنبې پر ورځ( د لړم یوویشتمه) کابل ته راشي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو د اړوند اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د روسیې د لوړپوړي پلاوي دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.

تر اوسه د روسي پلاوي د سفر د اجنډا او له افغان چارواکو سره د لیدنو د جزئیاتو په اړه رسمي معلومات خپاره شوي نه‌دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې

په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.

Published

on

 

په کویټ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي محمد شفیق خطیب د دې هېواد د بندیانو چارو ادارې له چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په کویټ کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

سفارت تر اوسه د دغو خبرو د جزئیاتو او پایلو په اړه نور معلومات  خپاره کړي نه‌دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!