سوداگري
د خواف-هرات اوسپنېپټلۍ له لارې ۲۰ واګونه ډیزل هرات ولایت ته راورسېدل
د ټولګټو چارو وزارت ويلي؛ دا ډیزل یوه خصوصي شرکت راوارد کړي، چې د افغانستان او ګاونډ هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو اړین ګام دی.
د خواف-هرات اوسپنېپټلۍ له لارې د لومړي ځل لپاره د ډیزل ۲۰ واګونونه، چې ټولټال ۱۱۲۰ ټنه وزن لري د هرات ولایت روزناک سټیشن ته راورسېدل.
د ټولګټو چارو وزارت ويلي؛ دا ډیزل یوه خصوصي شرکت راوارد کړي، چې د افغانستان او ګاونډ هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو اړین ګام دی.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې: د اوسپنېپټلۍ د لویو پروژو له پلي کولو سره؛ هڅه کیږي، چې د هېواد سوداګرو ته آسانه ټرانسپورټ او غوره سوداګریز فرصتونه چمتو کړي.
د خواف-هرات اوسپنېپټلۍ، چې افغانستان له ایران سره نښلوي؛ د سیمهییز اتصال د پیاوړتیا او د اړینو توکو د ټرانسپورټ لګښتونو کمولو لپاره د یوې مهمې لارې په توګه ګڼل کیږي.
