تازه خبرونه

د خواف – هرات د اوسپنې‌پټلۍ د وروستۍ برخې د جوړولو کار پیل شو

Published

on

د خواف- هرات د اوسپنې‌پټلۍ د څلورمې برخې د دوه‌یم فاز د جوړولو کار، چې افغانستان له ایران سره نښلوي؛ پرانیستل شو.

دغه برخه، چې شاوخوا ۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري؛ ټولیز لګښت یې ۵۳ میلیون ډالر دی او ټاکل شوې، چې دا پروژه په څه کم ۲ کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ګاما سهامي شرکت او د ترکیې او روسیې دوه شرکتونه په ګډه پدې پروژه کار کوي.

د کشدر اوسپنې‌پټلۍ چارواکي وايي، دا د خواف- هرات د اوسپنې‌پټلۍ وروستۍ برخه ده، چې د هرات د زنده جان ولسوالۍ له رباط پريان سيمې پيلېږي او د خواجه عبدالله انصاري نړيوال هوايي ډګر او د هرات تر صنعتي ښارګوټي پورې رسېږي.

د دې پړاو له بشپړېدو سره به د ایران له اوسپنې‌پټلۍ او بندرونو سره د هرات د سیمه‌ییز پیوستون پروژه بشپړه شي، چې د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ به د سوداګریزو مالونو د لیږد د کچې د لوړولو زمینه برابره کړي.

له ایران څخه د هرات تر روزنک سیمې پورې د هرات – خواف اوسپنې‌پټلۍ د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.

Trending

Exit mobile version