تازه خبرونه

د خوړو نړیوال پروګرام اړو افغانانو ته ۴۹ میلیون دالر مرسته ترلاسه کړه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۸, ۱۳۹۹)

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې زیانمنو ټولنو ته د خواړو او اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بشري مرستو له دفتره( USAID ) ۴۹ میلیون دالرو نوې مرستې ترلاسه کړې دي.

په افغانستان کې د USAID د ماموریت مشر پیتر ناتیلو ویلي؛ دا مهمه ده، چې په دې وخت کې زیان منونکیو کورنیو ته د خواړو مرستې چمتو شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا اداره له WFP سره ټولنو ته له کارکولو خوښه ده.

له دې نوې بودیجې سره د نړۍ د خوړو پروګرام به نږدې یو میلیون خلکو ته، چې له  شخړو او طبیعي خطراتو اغېزمن شويو، خوارځواکۍ ځپليو، امیندواره او شیدې ورکوونکیو میندو ته خواړه او نغدې ووېشي.

په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام مشر رابرت کاسکا ویلي؛ دا ملګرتیا په بحراني وضعیت کې رامینځته کیږي، چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا څلور میلیون خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

هغه زیاته کړکړې: مونږ د امریکا د دولت له دې بودیجې او په تېرو کلونو کې له پرلپسې ملاتړ او مرستو مننه کوو. د امریکا د خلکو د مهربانۍ، سخاوت او پيوستون له کبله د سلګونه زره خلکو ژوند خوندي کیږي.

د دې مرستې یو څه برخه لیرې پرتو سیمو ته د خوراکي توکو د رسولو لپاره د ادارې ظرفیت پیاوړي کولو او د ملګرو ملتونو د بشردوستانه الوتنو خدماتو (UNHAS) ته، چې د نړیوالې ټولنې لخوا په افغانستان کې پرمخ وړل کیږي سرته رسیږي.

له کورونا ویروسه د مخه ټاکل شوې وه، چې WFP د خپلو ملي عملیاتو له لارې۷.۲ میلیون خلک تر پوښښ لاندې راولي؛ خو اوس د کرونا ویرس د خوریدو له کبله نور درې میلیون خلک پرې ورزیات شوي دي.

Trending

Exit mobile version