تازه خبرونه

د خپلمنځي خبرو پیلولو ته د یوې نېټې پر ټاکلو کار روان دی – خلیلزاد

Published

on

خلیلزاد د تېره ورځ ناوخته څرګنده کړې، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې باید ژر تر ژره باید پیل شي او د دغو خبرو د پېل د نوې نېتې د ټاکلو په اړه بحثونه روان دي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د جمعې پر ورځ په یو خبري کنفرانس کې، چې د ویډیو له لارې خپریدلو، په ډاګه کړه، چې  د افغانانو خپلمنځي خبرې د افغانستان د ستونزو د اواریدا یوازنۍ لار ده او زیاتوي، چې په نوې نېټې ټاکلو خبرې اترې کیږي.

هغه ویلي: که څه هم وروستي تاوتریخوالي د سولې بهیر په لاره کې خڼډ رامنځته کړی؛ خو سولې ته رسیدل آسانه کار ندی او ننګونې هم شته دي، چې له دې پرته دغې موخې ته د رسیدو لپاره بله لار هم نشته.

خلیلزاد زیاته کړې، چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره هیڅ پوځي حل لاره نشته او ټولې خواوې له جګړې ستړي شوي او غواړي جګړه پای ته ورسیږي. ان د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون د دې لپاره ښه فرصت برابر کړی دی.

د هغه په وینا؛ ښکاره خبره ده، چې په افغانستان کې یو شمېر دلې سوله د ځان په ګټه نه بولي او د تاوتریخوالي د زیاتولو هڅې کوي او د سولې پروسه تخریبوي؛ نو، ځکه دواړه خواوې باید راویښې شي او د متخاصمو کړیو لومې ته ونه غورزیږي.

د یادونې وړ ده، چې امریکا د فبرورۍ پر ۲۹ له طالبانو سره افغانستان ته د سولې راوستلو هوکړه لاسلیک کړه.

د یادې هوکړې له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې د مارچ پر ۱۰ به د سولې لپاره د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل کېږي.

له بده مرغه داسې ونشول؛ ځینې ننګونې، لکه د بندیانو نه خلاصون او د تاوتریخوالي نه راکمول د دې لامل شو، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو پیل وځندول شي.

Trending

Exit mobile version