تازه خبرونه

 د خیبر پښتونخوا والي له افغانستان سره د سیاسي خبرو اترو غوښتنه وکړه

دا غونډه د پېښور پوهنتون نړیوالو اړیکو څانګې رابللې وه.

Published

on

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي په پېښور کې د «پاکستان او افغانستان امنیت، سوداګري او سیمه‌ییزاقتصاد» تر سرلیک لاندې یوې سیمهییزې غونډې ته له اسلامي امارت سره د سیاسي خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ.

دا غونډه د پېښور پوهنتون نړیوالو اړیکو څانګې رابللې وه.

فیصل کریم کنډي ویلي، چې کورنۍ او د پولې هاخوا ننګونې یوازې د سیاسي مشرانو ترمنځ د رغنده ښکېلتیا له لارې حل کېدی شي.

هغه ټینګار کړی، چې یو باثباته افغانستان نه یوازې د پاکستان لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره اړین دی او  دواړو لوریو ته تلپاتې سوله، اقتصادي وده او سوداګري بشپړ ارزښت لري.

په دې ناسته کې د سیمه‌ییز امنیت، سوداګریزو ننګونو او د پاکستان-افغانستان د لارو د ظرفیت په اړه هم خبرې شوې دي، چې ورسره له مرکزي آسیا سره اړیکې پیاوړې کیږي.

کنډي ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې امنیت په مستقیم ډول د افغانستان د شرایطو له‌خوا اغېزمن کیږي. لکه څنګه، چې تېرو شخړو( د شوروي له جګړو او سپټمبر یوولسمې وروسته پېښو) په سیمه کې اورپکۍ ته وده ورکړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت ادارې د کنډي د څرګندونو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي؛ خو چارواکو تل له ګاونډ هېوادونو سره د همکاریو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د مثبتو خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version