تازه خبرونه
د درې اړخیزو او آسیایي ملتونو جام سیالیو لپاره د هېواد د ځوانې کرکټ ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې ویلي، چې ۱۵ لوبغاړي یې په عمومي نوملړ کې او درې نور یې په احتیاطي هغه کې ځای پر ځای شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورد د چارشنبې پر ورځ ( د لړم نهمه) د پاکستان او متحدو عربو اماراتو له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو سره د درې اړخیز لوبلړ لپاره د ۱۸ لوبغاړو نومونه ډاګیزه کړل.
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې ویلي، چې ۱۵ لوبغاړي یې په عمومي نوملړ کې او درې نور یې په احتیاطي هغه کې ځای پر ځای شوي دي.
د افغان کرکټ بورډ چارواکو ويلي، چې د افغان لوبغاړو د غوراوي بهیر له شاوخوا شپږ میاشتو راپدېخوا پیل شوی و او له یو لړ ازموینو او داخلي سیالیو وروسته بې د لوبغاړو دا ۱۸ کسه غوره کړل.
په دغه ١٨ کسانو کې محبوب تسګين د کپتان او ويکټ ساتونکي په توګه، عزيز خان، فيصل خان، برکت، عزت بارکزى، عزيز مياخېل، حمزه علي خېل د ويکټ کيپر، نظيف اميري، عبدالعزيز، نصرت الله نورستانی، خاطر ستانکزى، فهيم ښيوال ، حفیظ ځدراڼ، الله محمد عضنفر او ناصر معروف خېل په عمومي نوملړ کې او روح الله عرب، وحید ځدراڼ او سلمان خان په احتیاطي هغه کې راغلي دي.
دا نوملړ د دواړو سیالیو لړۍ ( درې اړخیزه سیالۍ او د آسیا ملتونو جام ) لپاره اعلان شوی دی. دغو لوبغاړو له څو روزنیزو کمپونو او چمتووالي وروسته دې نوملړ ته لار موندلې او اوس هم خپله وړتیا ښيي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، څو ورځې وړاندې په خوست ولايت کې د دغو لوبغاړو لپاره د روزنې او چمتووالي کمپ جوړ شوى و.
د یادو هېوادونو د ځوانو لوبډلو ترمنځ به دا درې سیالۍ په ابوظبي کې د لړم درویشتمه / د نومبر پر دیارلسمه پیل او د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر شپږویشتمه پای ته ورسېږي.
په دې سیالیو کې به لومړۍ لوبه د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ ترسره شي.
دوهءیمه هغه به د لړم پر پېنځهویشتمه / د نومبر پر پېنځلسمه د افغانستان او پاکستان ترمنځ او د دې لړۍ درېیمه لوبه د لړم پر اتویشتمه / د نومبر پر اتلسمه د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ ترسره شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دې سیالیو د لړۍ څلورمه لوبه به د لړم پر دېرشمه / د نومبر پر شلمه تر سره شي. د لیندۍ پر دوهیمه / د نومبر پر دوهویشتمه به د پاکستان او متحده عربي اماراتو د ځوانو لوبډلو ترمنځ پېنځمه لوبه ترسره شي. وروستۍ لوبه به د لیندۍ پر څلورمه / د نومبر پر څلیریشتمه د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ ترسره شي او د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر شپږویشتمه به د پای لوبې په پایله کې هغه دوه غوره لوبډلې، چې د سکور بورډ له اړخه زیاتې نمرې لري یو بل ته مخامخ شي.
د يادونې ده، چې د دې سياليو له لړۍ وروسته به د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبغاړو د آسيايي هېوادونو د کرکټ ځوانانو په سياليو کې، چې د لیندۍ پر نهمه / د نومبر پر نههویشتمه پيلېږي او د لیندۍ پر اتلسمه / د ډسمبر تر اتمې پورې به په متحده عربي اماراتو کې روانې وي.
