سیمه ییز خبرونه
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل

د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم ( ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.
د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاستلیکې هم ولري.
د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.
د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران ستر مذهبي مشر په تهران کې د حماس له لوړ پوړو مشرانو سره وکتل
خامنهيي د حماس او اسرائیلو ترمنځ روان جنګ ته نغوته(اشاره) کړې او له اسرائیلو او امریکا سره د دې فلسطیني ډلې په مبارزه کې یې د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ او وایي: ” تاسې صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) ته ماتې ورکړه، چې په حقیقت کې دا د امریکا ماتې وه. تاسې اجازه ورنکړه، چې خپلې موخې ترلاسه کړي.”

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنهیي په تهران کې د حماس د لنډمهاله مشر خلیل الحیا او د دې فلسطیني غورځنګ له دوه نورو لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل.
خامنهيي د حماس او اسرائیلو ترمنځ روان جنګ ته نغوته(اشاره) کړې او له اسرائیلو او امریکا سره د دې فلسطیني ډلې په مبارزه کې یې د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ او وایي: " تاسې صهیونیسټ رژیم (اسرائیل) ته ماتې ورکړه، چې په حقیقت کې دا د امریکا ماتې وه. تاسې اجازه ورنکړه، چې خپلې موخې ترلاسه کړي."
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د حماس مشرانو، چې په کې د حماس د مشرتابه شورا مشر محمد اسماعیل دروېش او د دې ډلې یو لوړ پوړي چارواکی نزار عوضالله د غونډې په بهیر کې د غزې او لویدیځې غاړې د اوسني وضعیت او د دوی د لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړ.
د حماس لنډمهاله مشر خلیل الحیا د غونډې په جریان کې د ایران له ملاتړ ستاینه وکړه.
خامنهيي د ایران پر وړاندې د امریکا د ګواښونو په ځواب کې اعلان وکړ: "د ایران پر وړاندې د امریکا ګواښونه زمونږ د ملت پر ذهنیت هیڅ اغېزه نلري."
د ایران د مذهبي مشر او حماس د چارواکو ترمنځ دا لیدنه په داسې وخت کې تر سره کیږي، چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند تړون د لاسلیک په پایله کې د دواړو خواوو ترمنځ د یرغمل شویو کسانو تبادله روانه ده.
بنیامین نتنیاهو امریکا ته د خپل وروستي سفر او له ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د غزې اوسیدونکي دې سعودي عربستان ته ولیږدول شي.
د امریکا ولسمشر ویلي، چې په غزه کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به امریکا دغه سیمه ونیسي.
سیمه ییز خبرونه
له فلسطینیانو پرته څوک د فلسطین د برخلیک پرېکړه نشي کولی
د بهرنیو چارو وزارت نن (چارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هیڅوک د فلسطین د خلکو د برخلیک پرېکړه نشي کولی.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د فلسطینیانو د بې ځایه کیدو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د میشتېدو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت نن (چارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هیڅوک د فلسطین د خلکو د برخلیک پرېکړه نشي کولی.
په دې خبرپانه کې راغلي: «اسلامي امارت باور لري، چې دا ډول پلانونه نه یوازې د صهیونیسټي رژیم د ناوړو موخو ښکارندویي کوي، بلکې د مسلمانانو د کرکې او په سیمه کې د کړکېچ د زیاتولو سبب هم ګرځي».
د خبرپاڼې له مخې؛ اسلامي امارت له نفوذ لرونکو او عدالت غوښتونکو هېوادونو څخه غواړي، چې د دا ډول دسیسو پر وړاندې متحد، عملي او پخپل وخت دریځ غوره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په یوه ګډه خبرې ناسته کې ویلي، چې امریکا د غزې تړانګې د "اوږدمهاله مالکیت" په لټه کې ده او غواړي، چې د غزې فلسطیني اوسیدونکي اردن، مصر یا نورو هېوادونو ته ولاړ شي او په دې هېوادونو کې ښکلي استوګنځایونه ولري.
سیمه ییز خبرونه
د قطر لومړي وزیر د غزې پر دوهیم پړاو اوربند د خبرو پیلولو غوښتنه وکړه
شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د یکشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي: “مونږ له حماس او اسرائیلو غواړو، چې سمدلاسه د تړون له مخې ګامونه پورته کړي.”

د قطر لومړي وزیر د یکشنبې پر ورځ له اسرائیلو او حماس څخه وغوښتل، چې سمدلاسه د غزې د اوربند پر دوهیم پړاو خبرې پیل کړي؛ ځکه، چې د دې خبرو اترو د پیل د وخت په اړه کوم روښانه پلان هم نشته.
شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د یکشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي: "مونږ له حماس او اسرائیلو غواړو، چې سمدلاسه د تړون له مخې ګامونه پورته کړي."
د اوربند له مخې: د تړون د دوهیم پړاو د پلي کولو لپاره خبرې اترې باید د اوربند د لومړي پړاو له شپاړسمې ورځې څخه مخکې، چې دوشنبه ده؛ پیل شي.
اسرائیل او حماس تېره میاشت یو پېچلی درې پړاویزه تړون لاسلیک کړ، چې په غزه کې یې جګړه ودروله. حماس تر اوسه پورې د اسرائیلو په زندانونو کې د سلګونه فلسطینیانو د خوشې کولو په بدل کې ۱۸ یرغمل شوي کسان خوشې کړي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې په غزه کې اوس هم له ۷۰ څخه زیات یرغمل کسان ساتل کېږي.
تمه ده، چې د تړون د دوهیم پړاو له مخې؛ ټول یرغمل شوي خوشې شي، دښمني د تل لپاره پای ته ورسیږي او اسرائیلي ځواکونه له غزې بشپړ ووځي.
شیخ محمد وایي: " تر دې دمه په دې اړه کوم ځانګړی پلان نشته، چې چیرته او کله به دا خبرې ترسره شي."
هغه ویلي، چې "منځګړي له حماس او اسرائیلو سره د ټیلیفون له لارې خبرې اترې لري او قطر د خبرو اترو د راتلونکي پړاو لپاره اجنډا هم ټاکلې ده. مونږ هیله من یوو؛ په راتلونکو څو ورځو کې یو څه حرکت وګورو. دا ډېره اړینه ده، چې مونږ هرڅه همدا اوس پیل او له دوهڅلوېښتمې ورځې مخکې یوتړون ته ورسیږو."
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان کړی، چې نوموړی به د دوشنبې پر ورځ په واشنګټن کې د تړون د دوهیم پړاو خبرو په اړه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د منځني ختیځ لپاره د دې هېواد له استازي سټیو ویټکاف سره خبرې اترې پیل کړي.
ویل کیږي، چې نتانیاهو به له ویتکاف سره د خپلې لیدنې په بهیر کې د اوربند او د اسرائیلو د دریځونو په اړه بحث وکړي. ویټکاف به بیا له مصري او قطري چارواکو سره خبرې وکړي، چې د واشنګټن پر ملاتړ له تېرو ۱۵ میاشتو راپدېخوا د اسرائیلو او حماس ترمنځ منځګړیتوب کوي.
-
لوبی5 days ago
راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو
-
تازه خبرونه4 days ago
ټرمپ د غزې په نیولو کې د افغانستان درس هېر کړ ـ د ترکیې د پارلمان رییس
-
تازه خبرونه4 days ago
ایران د ټرمپ ډیپلوماسۍ ته یو بل فرصت ورکړ
-
روغتيا5 days ago
د امریکا د مرستو ځنډېدا به په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه لوړه کړي
-
تازه خبرونه4 days ago
ملګرو ملتونو له اسلامآباد څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر پلان اندېښنه څرګنده کړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسیا ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې
-
نړۍ1 day ago
ټرمپ د انټوني بلینکن او جیک سالیوان امنیتي باور لیکونه لغوه کړل
-
تازه خبرونه22 hours ago
افغانستان ته د نغدو پیسو لېږل روان ساتل شوي – د یوه امریکایي سناتور ادعا