تازه خبرونه
د دوحې تړونوال دې پخپلو ژمنو عمل وکړي – د قطر امیر
د قطر امیر په افغانستان کې ملي پخلاینه او بشري حقونو ته درناوی یوه اړتیا بولي او ټینګار کوي، چې د افغانستان انزوا د سیمې د هېوادونو په ګټه نده
په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۷ سرمشریزې په لومړۍ ورځ یو شمېر ویناوال د افغانستان پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او بشري وضعیت راوڅرخېدل.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه ال ثاني ته اړینه ده، چې د دوحې د تړون لاسلیک کوونکي باید پخپلو ژمنو عمل وکړي؛ ځکه، چې د افغانستان انزوا د سیمې د هېوادونو په ګټه نده.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه ال ثاني وایي: د سیمه ییز امنیت لپاره مونږ له ټولو خواوو څخه غواړو، چې د دوحې د سولې بهیر لاسته راوړنې وساتي او ورته ژمن پاتې شي. په هوکړه کې ویل شوي، چې افغانستان د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نشي، دا کار هله کیدی شي، چې افغانان سولې او سوکالۍ ته ورسيږي. مونږ په پرلپسې ډول د ښځو د حقونو او د نجونو د کار او زدکړې د حق په ګډون د بشري حقونو پر اهمیت ټینګار کړی؛ دا ارزښتونه په افغانستان کې د تلپاتې سوکالۍ او ثبات ضمانت کوي. د ټولو برخو ترمنځ ملي پخلاینه په افغان ټولنه کې مهمه ده؛ مونږ د افغانستان د انزوا د پایلو په اړه وار د مخه خبرداری ورکړی، چې پایلې به یې هر څه بدل کړي.
د آلمان لومړي وزیر له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې نکړي.
د آلمان لومړی وزیر اولاف شولز وایي: کله، چې طالبان په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کوي، باید چوپ پاتې نشو. د افغانستان خلک له اوږدو جګړو وروسته د هوسا او سوله ییز ژوند حق لري. دا زمونږ مسوولیت دی، چې د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړو.
د ترکیې ولسمشر په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ په وخت کې د مثبتو او هیله بښونکیو پرمختګونو د له رامنځته کیدو خبره کړې او ترې خوښ هم دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي: په تېرو ۵۰ کلونو کې افغانستان له ترهګرۍ او بېوزلۍ سره په مبارزه کې ښکېل دی او اوس هم له سخت کړاوه تېریږي. سرپرست حکومت( د افغانستان اسلامي امارت) باید د خپلو وګړیو د بنسټیزو حقونو د خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کړي. مونږ باور لرو، چې په افغانستان کې مثبت او هیله بښونکي پرمختګونه روان دي؛ مونږ به د خپلو افغان وروڼو او خویندو ملاتړ روان وساتو.
د قزاقستان ولسمشر ويلي؛ د افغانستان راتلونکې د یوه بې پرې او خپلواک هېواد په توګه له ګاونډیانو سره په سوله کې ویني.
د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف وایي؛ په الماتا کې د مرکزي آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیمه ییز مرکز د افغانستان راتلونکی د یوه بې پرې ناپېیلي او خپلواک هېواد په توګه له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ویني. مونږ له افغانستان سره د مرستو د دوام په ګډون په هغه هېواد کې د ملت جوړونې په پېچلي بهیر کې ملاتړ ته هم دوام ورکوو!
د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د نړۍ د څه باندې ۱۶۰ هېوادونو مشران د نړیوالو ستونزو او ننګونو او د هغوی د حل لارو په اړه خپل نظرونه څرګندوي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ2 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري4 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه3 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تحول5 days agoتحول: د تهران او کابل د اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
