تازه خبرونه

د دوحې تړون اسلامي امارت پیاوړی او زمونږ همکاران کمزوري کړل – سپینه ماڼۍ

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۰, ۱۴۰۲)

سپینه ماڼۍ څرګندوي، چې په ۲۰۲۰ ز. کال کې د دوحې تړون اسلامي امارت پیاوړی او زمونږ حکومتي همکاران کمزوري کړل.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر د چارشنبې پر ورځ ( د کب نهمه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل: لکه څنګه، چې تاسې خبر یاست؛ پخوانۍ ادارې څلور کاله مخکې له طالبانو [اسلامي امارت] سره په ۲۰۲۰ ز. کال کې د دوحې تړون لاسلیک کړ او ژمنه یې وکړه، چې د ولسمشر جو بایډن له لوړي به څو میاشتې وروسته خپل ځواکونه وباسي.

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ ز. کال د فبرورۍ پر نهه‌ویشتمه د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال په قطر کې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ لاسلیک شو. دغه سند د امریکا استازي زلمي خلیلزاد او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اوسني اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړی دی.

ګارین ژان پییر زیاته کړې: دغه تړون طالبان [اسلامي امارت] پیاوړي کړل او په افغان حکومت کې یې زمونږ شریکان کمزوري کړل.

که څه هم ټرمپ پر ځلونو د دغه تړون له لاسلیک دفاع کړې او څرګندوي، چې نه ختمیدونکې جګړې د امریکا سرچینې او د امریکایانو ژوند اخیستی او باید پای ته ورسېږي؛ خو د امریکا پخواني ولسمشر او ځینو جمهوري غوښتونکیو پر جوبایډن له افغانستان څخه د وتلو پر څرنګوالي پرله‌پسې نیوکې کړې دي.

سپینې ماڼۍ په‌دې اړه ویلي: له افغانستان څخه د وتلو د څرنګوالي لپاره د ولسمشر بایډن غوراوی د ډونالډ ټرمپ د رامنځته شويو شرایطو تر اغېز لاندې و. کله، چې بایډن د ولسمشرۍ واک ترلاسه کړ؛ طالبان [اسلامي امارت] د ۲۰۰۱ ز. کال پر پرتله بشپړ قوي دریځ درلود او ان د هېواد نږدې نیمایي برخېه یې تر خپل کنټرول لاندې راوسته او یا یې ننګولې وه.

امریکايي چارواکي څرګنده کړې؛ اسلامي امارت په دې تړون کې ژمنه کړې، چې له نورو افغان اړخونو سره به د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو خبرې کوي؛ خو طالبانو [ اسلامي امارت ] له افغانانو سره د معنادارو خبرو او د ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره په‌خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، چې امریکا د دغې ژمنې په اړه اسلامي امارت مسوول بولي او په دې اړه زیاته وي: مونږ هره ورځ نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کوو، چې د دغو ژمنو د عملي کېدو ډاډ ترلاسه کړو.

امریکايي چارواکي وايي؛ د دوحې د هوکړې له مخې باید اسلامي امارت په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته د بیا فعالیت اجازه ورنه‌کړي، افغانستان د نورو هېوادونو پر ضد ونه‌کارول شي او له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل ویلي، چې په افغانستان کې القاعده شتون نه‌لري، داعش ځپل شوی او هیچا ته اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه پر بل هېواد برید وکړي.

Trending

Exit mobile version