تازه خبرونه
د دوحې غونډه به اسلامي امارت ته مشروعیت ورنهکړي – راین کراکر
په افغانستان او پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر ويلي، د دوحې راتلونکې ناسته د اسلامي امارت حکومت ته مشروعیت نهشي ورکولی.
کراکر له امریکا غږ سره په مرکه کې زیاته کړې؛ ملګري ملتونه د دې غونډې د کوربه په توګه باید دا روښانه کړي، چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو وړ نهدی او باید د یوه مشروع حکومت په توګه ونهمنل شي.
دغه پخواني امریکايي ډیپلوماټ دا هم ویلي، چې د بایډن حکومت افغانستان هیر کړی او د ښځو او نجونو د کار او زدهکړې د بندولو مسلې ته پام نهکوي.
نوموړي ادعا کړې، چې اسلامي امارت د خپل پخواني حکومت پر پرتله له فکري او سیاسي پلوه بدلون نهدی کړی؛ له القاعده شبکې سره یې اړیکې ساتلي او د افغانستان، سیمې او نړۍ د خلکو لپاره ګواښ ګرځېدلی دی.
کراکر زیاته کړې؛ امریکا اړتیا لري، چې په سیمه کې ډیپلوماټیکې هڅې روانې وساتي او له خطرونو او کړکېچونو ډډه وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ځانګړې توګه په هغه غمجن حالت کې، چې پاکستان پاتې دی؛ مونږ مسوولیت لرو، چې په اړه یې محتاط واوسو.
اسلامي امارت په ځلونو ټینګار کړی؛ هیچا ته اجازه نهورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو دوه ورځنۍ غونډه راتلونکې یکشنبه په دوحه کې پیلېږي.