تازه خبرونه

د دوحې په جوړېدونکې ناسته کې د اسلامي امارت استازي ګډون کوي

ټاکل شوې، چې د روان زېږدیز کال د جون پر دېرشمه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر ملاتړ درېیمه دوه ورځنۍ ناسته جوړه شي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت ویاند د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان استازي به د ملګرو ملتونو پر ملاتړ د دوحې په راتلونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: د افغانستان اسلامي امارت استازي به دوحې په راتلونکې ناسته کې که جوړ شي؛ هلته به د افغانستان د خلکو او حکومت استازیتوب وکړي.

دبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ دې ناستې ته تلونکی پلاوی به وروسته په ډاګه شي.

ټاکل شوې، چې د روان زېږدیز کال د جون پر دېرشمه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر ملاتړ درېیمه دوه ورځنۍ ناسته جوړه شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت د دوحې کنفرانس په دوه‌یمه ناسته کې له ګډون هغه وخت ډډه وکړه، چې ملګرو ملتونو یې د افغانستان د یوازني رسمي استازي په توګه د ګډون غوښتنه رد کړه.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې ناستې د اجنډا له کتنې وروسته په دې ناسته کې د ګډون پرېکړه کړې ده.

دې ته ورته نور خبرونه:

 

اسلامي امارت د دوحې په ناسته کې پر معنا داره ګډون ټینګار لري – متقي

 

د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره مو باید دریځ ومنل شي – مولوي عبدالکبیر

Trending

Exit mobile version