تازه خبرونه
د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره مو باید دریځ ومنل شي – مولوي عبدالکبیر
په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیالې سره په لیدنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت به د دوحې په درېیمه ناسته کې هغه وخت ګډون وکړي، چې دریځ مو ومنل شي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله کابل ته راغلې او اسلامي امارت ته یې د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې.
اسلامي امارت له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان د مشروع حکومت په توګه باید پر رسمیت وپېژندل شي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې افغانستان د اسلامي امارت تر بشپړ کنټرول لاندې دی او ” دا هېواد یو امیر لري او اطاعت ترې کیږي.”
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر د یکشنبې پر ورځ ( د غوایی دېرشمه) د انټونیو ګوترش سیاسي مرستیالې روزمري ډیکارلو ته په ډاګه کړه؛ د دوحې تېره غونډه د ځینو تنظیموونکیو د نیمګړتیاوو له کبله نیمګړې وه. که د اسلامي امارت دریځ ومنل شي؛ نو په راتلونکې غونډه کې به د اسلامي امارت پلاوی ګډون وکړي.
مولوي کبیر څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د افغانستان پر ټوله جغرافیه واکمن دی… په ټول افغانستان کې یو مرکزي حکومت دی، یو امیر لري او له هغه اطاعت کیږي.
په دوحه کې د ملګرو ملتونو درېیمه ناسته د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون پیلېږي؛ خو دقیقه نېټه یې ټاکل شوې نده.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، میرمن ډیکارلو مولوي کبیر ته د دوحې د غونډې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت شرایط ستونزمن ندي. هغې هیله څرګنده کړه، چې د دوحې په غونډه کې به د اسلامي امارت پلاوی ګډون وکړي.
نوموړي ویلي، د دوحې غونډې ته د نړیوال بانک په ګډون د یو شمېر نړیوالو ټولنو او هېوادونو استازي هم بلل شوي دي.