تازه خبرونه
د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت ګډون د تعامل ډګر پراخه کړ – جاپان
هغه هیله من شوی، چې د افغانستان بانکي بندیزونه به ژر لرې شي.
په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کرومیا ویلي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت ګډون له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت تعامل پراخه کړی دی.
د جاپان سفیر دغه خبره د یکشنبې پر ورځ (د سرطان پر اوولسمه) د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې رایاده کړې ده.
تاکایوشي کرومیا د دوحې درېیمه ناسته د اسلامي امارت لپاره ګټوره بولي او وایي، چې د اسلامي امارت ټولې غوښتنې د ملګرو ملتونو لخوا منل شوې دي.
هغه هیله من شوی، چې د افغانستان بانکي بندیزونه به ژر لرې شي.
په دې لیدنه کې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال هم هیله ښودلې، چې له ټولو هېوادونو سره د تعامل غوښتونکي یوو.
ویل کیږي، چې له نړیوالې ټولنې سره همغږي کېدل، پر افغانستان د بانکي بندیزونو لرې کول او په دې هېواد کې له نشهيي توکو سره مبارزه د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د ګډون اجنډا وه.
اړوند خبرونه:
ډېري هېوادونه له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ اراده لري – ذبیح الله مجاهد