Connect with us

تازه خبرونه

د دولتي شرکتونو د تنظیم خپلواکه اداره جوړه شوه

خپور شوی

د

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په کابل کې د یوې غونډې پر مهال څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې د دولتي شرکتونو د کار د موثریت، د احتکار د مخنیوي او همدارنګه د حکومتي عوایدو د زیاتوالي لپاره د دولتي شرکتونو د تنظیم یوه خپلواکه اداره رامنځته شوې ده.

ملا عبدالغني برادر په دې کتنه کې زیاته کړې، چې د دغه دفتر له جوړېدو سره به ټول دولتي شرکتونه تر یوه چتر لاندې راټول وي.

ملا برادر ویلي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ سره ګڼو دولتي شرکتونو خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي.

په دې کتنه کې د اقتصاد وزارت مرستیال هم ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې د سترو بېخبنایي پروژو له پلي کېدا سره به افغانستان اقتصادي ځان‌بسیاینې ته ورسیږي.

عبداللطیف نظري زیاته کړې؛ د شرکتونو تر منځ همغږي او تر یوه واحد او خپلواک چتر لاندې راتلل د هېواد د ملي ګټو، پراختیا او اقتصادي ودې لپاره مهم اصل دی.

نظري وایي: مونږ به تر هغه وخته نورو هېوادونو ته اړتیا ولرو، چې خپل بنسټونه مو پیاوړي کړي نه‌وي، پېخبناوې مو پراختیا نه‌وي موندلي او د هېواد په پرمختګ کې د اقتصاد پر بنسټ تګلارې په پام کې ونه نیول شي.

په همدې حال کې د دې ناستې یو شمېر نورو ګډونوالو ویلي، چې د یوه خپلواک دفتر له جوړېدو سره به د پانګونې د جلب او جذب لپاره د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابره شي.

باید وویل شي، چې په تېرو څلور لسیزو کې د جګړو او ناکراریو له کبله ډېري دولتي شرکتونه یا له منځه تللي او یا یې تجهیزات یرغمل شوي وه.

تازه خبرونه

تحول: د امریکا د اووه‌څلوېښتم ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې مراسم

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بیا رامنځته کېدا په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

د اماراتو مشر د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل

دا غونډه د ابوظبي په قصر‌الشاطي کې ترسره شوه او دواړو خواوو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

Published

on

د اماراتو خبري سرچینې (وام) راپور ورکړی، چې د سې شنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو له لومړي وزیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

دا غونډه د ابوظبي په قصر‌الشاطي کې ترسره شوه او دواړو خواوو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

دوی د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې هم وڅېړلې او په ځانګړې توګه یې د اقتصاد او پراختیا پر اړوند برخو یې خبرې وکړې.

دواړو چارواکو د افغانستان د بیارغونې او ثبات د ملاتړ لپاره پر هڅو بیاکتنه وکړه، چې موخه یې د افغانانو لپاره پرمختګ، سوکالي او اقتصادي وده ده.

سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو او افغانستان ترمنځ له همکارۍ ستاینه وکړه او له افغانانو سره یې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو ستاینه هم وکړه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق هم په دې سفر کې له حقاني سره مل دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!