تازه خبرونه
د دولتي مامورینو له معاشونو څخه تقاعد ګرځول بند شول
د اسلامي امارت رهبر د دولتي مامورینو له معاشونو څخه د تقاعد د پیسو ګرځول منع کړي دي.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله اخوندزاده د یکشنبې پر ورځ ( د وري دولسمه) یو حکم صادر کړ او څرګندوي، چې د روان کال د وري له میاشتې څخه د ملکي او نظامي کارکوونکیو له معاشونو څخه تقاعد ګرځول منع دي.
نوموړي دغه راز د مامورينو د کار د مودې او د تقاعد په نوم د هغوى له معاشونو څخه د وضع شويو پيسو په اړه هم د معلوماتو ورکولو غوښتنه کړې ده.