تازه خبرونه

د دیبالا د کرونا آزمون په څلورم ځل هم مثبت شو

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۷, ۱۳۹۹

سپورت فوکس په ډاګه کړې، چې د ایټالیا فوټبال کلب پر ارجنټایني لوبغالي پاولو دیبالا له تېرو شپږ اوونیو راپدیخوا څلورم ازمون هم مثبت شوی دی.

دغه پېښه له هغې وروسته رامنځته کیږي، چې د لوبډلې د دوه ملګرو هر یو دانیله روګاني او بلیز ماتويیدي ازموینې هم مثبتېو ښودل شوې.

ښاغلي دیبالا د مارچ پر ۲۱ په خپل یوه ټویټ کې څرګنده کړه، چې دی او ملګرې یې پر کورونا ویرس اخته شوي دي.

هغه لیکلي: ټولو ته السلام؛ زه یوازې غواړم ووایم، چې زمونږ د کوویډ-۱۹پایلې رارسیدلې دي. زه او اوریانا دواړه کوروناویرس لرو. خوښ یو، چې روغتیایي حالت مو ښه دی. ستاسې له پیغامونو مننه.

دا په داسې حال کې ده، چې ایټالیا په اروپا کې د کورونا ویرس لومړنی مرکز و او تر دې دمه په کې ۲۰۱۵۰۵ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي او ۲۷۳۵۹ ترې مړه دي.

Trending

Exit mobile version