تازه خبرونه
د راتلونکي ادارې په چوکاټ کې به امریکایي ځواکونه افغانستان ته ستانه نشي
د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي، چې امریکا نه غواړي بېرته کندهار ته ستنه شي او جګړه وکړي؛ خو پر امریکا د بل برید انتظار نشي کولی.
د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار وايي، د امریکا په راتلونکي حکومت کې به امریکایي ځواکونه افغانستان ته بیا ستانه نشي.
د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي، چې امریکا نه غواړي بېرته کندهار ته ستنه شي او جګړه وکړي؛ خو پر امریکا د بل برید انتظار نشي کولی.
واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې افغانستان د مایک والټز لپاره خورا مهم دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه نوې تحلیلي لیکنه کې د افغانستان په اړه د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټرز ویناوې او دریځونه څېړلي دي.
ورځپاڼې ویلي، د ملي امنیت سلاکار باور لري، چې د امریکا نوی حکومت به افغانستان ته ډېره پاملرنه وکړي او د ترهګرو ګواښونو پر وړاندې به مبارزه ګړندۍ کړي.
مایک والټرزوایي: د ټرمپ حکومت به د استخباراتي ټولنې او د ترهګرۍ ضد هڅو ته نږدې کتنه وکړي، او د امریکا سترګې او غوږونه به خلاص وي، چې مونږ بیا د نړۍ له دې برخې څخه زیانمن نشو. زه دا کندهار ته د ستنېدو او هلته د بیا جګړې په توګه نه تعبیروم. زه دا دریځ پدې معنا تعبیروم، چې مونږ نشو کولی پر کنساس ښار د برید انتظار وکړو.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، دغه تجربه لرونکي سرتېري مخکې خبرداری ورکړی و، چې له افغانستان څخه د امریکا ملي امنیت ته ګواښونه راپورته کېږي او امریکا به یوه ورځ مجبوره شي، چې هلته ځواکونه واستوي.
د راپورونو له مخې د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار له افغانستان څخه د بشپړو ځواکونو د وتلو مخالفت و. هغه اوس د دې له مشخص کولو ډډه کړې، چې د ټرمپ په دوره کې د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي څنګه بدله شوې؛ خو ټینګار کوي، چې امریکا باید د افغانستان له دننه څخه د استخباراتو راټولولو وړتیا ښه کړي.
اسلامي امارت دا ډول څرګندونې پر ځلونو له حقیقت څخه لرې بللي او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې هیڅ فرد یا ډله د ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کولو اجازه نلري.