تازه خبرونه
د رسنیو سرغړونې کمیسیون د دوه ټلویزیوني شبکو د تړلو سپارښتنه وکړه

تازه خبرونه
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کابل ته راغی

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک جومانګارین د دوشنبې پر ورځ( د غویی لومړۍ) کابل ته راغی، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او له افغانستان سره د اقتصادي همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
ټاکل شوې، چې جومنګارين به د خپل سفر په لړ کې د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او د سوداګرۍ، پانګونې او سیمهییزو اړیکو پورې اړوند اړینو مسلو په اړه به خبرې وکړي. دا غونډه د قزاقستان او افغانستان د سوداګرۍ له راتلونکې غونډې سره هم سمون لري، چې د سېشنبې پر ورځ به ترسره شي، چې د دواړو هېوادونو حکومتي استازي او د خصوصي سکټور مشران به سره راټول کړي. دا فورم به د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ په برخه کې د همکارۍ د فرصتونو پر لټولو راوڅرخیږي.
د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د لومړي وزیر له مرستیال او ورسره مل پلاوي څخه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي او نورو لوړ پوړو افغان چارواکو هرکلی وکړ.
د دې سفر د یوې برخې په توګه به په کابل کې له ۴۰ څخه د زیاتو قزاقستاني شرکتونو محصولات نندارې ته وړاندې شي، چې ورسره به د دې هېواد د خوړو، ودانیزو توکو، درملو او مصرفي توکو په برخو کې صادراتي وړتیاوې نندارې ته وړاندې شي.
دغه راز آذر نیوز څرګنده کړې، چې د قزاقستان لپاره دا سفر د سیمهییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو فرصت دی. په ځانګړي توګه د نويو ټرانزیټي دهلیزونو د رامنځته کېدو له هڅو سره سم به مرکزي آسیا له سویلي آسیا او نورو سره ونښلوي.
پر سوداګریزو خبرو اترو سربېره به د ملي ناورین مدیریت ادارې مرستیال همغږي کوونکي عبدالولي عمر، د قزاقستان د وروستیو بشري مرستو لپاره، چې ۳.۵ ټنه طبي توکي او تجهیزات په کې ول؛ له جومانګارین څخه مننه وکړه.
ملا برادر د پلاوي تود هرکلی وکړ.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر نن له غرمې مخکې په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین پر مشرۍ پلاوي ته راغلاست ووایه.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ ملا برادر د سیریک ژومانګارین پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره په کتنه کې به د اسلامي امارت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت چارسمبالی، د افغانستان بانک عمومي ریاست چارسمبالی، د صنایعو او سوداګرۍ او کانونو او پټرولیم وزارتونو مرستیالان او په قزاقستان کې د اسلامي امارت سفیر هم ګډون ولري.
ویل کیږي، چې په دې کتنه کې به د دواړو هېوادونو چارواکي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو سربېره د بېخبنایي(زېربنایي) پروژو په برخه کې د همکاریو د زیاتې پراختیا په اړه هم بحث او خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې تر سره کیږي، چې اوړمه ورځ د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی هم د دوه اړخیزو مشورو لپاره کابل ته راغلی و.
تازه خبرونه
امیر خان متقي او اسحاق ډار ټیلیفوني خبرې وکړې
دا خبرې اترې یوه ورځ وروسته له هغې کېږي، چې اسحاق ډار د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنې لپاره کابل ته سفر کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي ترمنځ له ټیلیفوني خبرو خبر ورکړی دی.
دا خبرې اترې یوه ورځ وروسته له هغې کېږي، چې اسحاق ډار د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنې لپاره کابل ته سفر کړی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې رسنیزې خبرپاڼې له مخې، اسحاق ډار په یوه ټیلیفوني اړیکه کې کابل ته د خپل سفر په بهیر کې د متقي له تود هرکلي او میلمه پالنې مننه وکړه.
دواړو حکومتي چارواکو د دې سفر په بهیر کې د ترسره شویو خبرو اترو له پایلو څخه رضایت څرګند کړ او هوکړه وشوه، چې د دواړو هېوادونو د خلکو د متقابلې ګټې لپاره نیول شوې پرېکړې باید چټکې پلې شي.
د خبرپاڼې له مخې، اسحاق ډار امیر خان متقي ته پاکستان ته د سفر بلنه هم ورکړه، چې هغه ومنله.
تازه خبرونه
د افغانستان له هوايي پوهنتون څخه ۱۰ پیلوټان فارغ شول
له دې پیلوټانو څخه ۶ د سیسنا-۲۰۸ الوتکې د الوتلو مسلکي روزنه ترلاسه کړه او ۴ نورو په هوايي پوهنتون کې د ام – ۱۷ چورلکو د الوتلو درې کلنه روزنه ترلاسه کړې ده.

د افغانستان هوايي پوهنتون ۱۰ پیلوټانو د مسلکي، نظري او علمي زدهکړو له بشپړولو وروسته په فراغت غونډه کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
له دې پیلوټانو څخه ۶ د سیسنا-۲۰۸ الوتکې د الوتلو مسلکي روزنه ترلاسه کړه او ۴ نورو په هوايي پوهنتون کې د ام – ۱۷ چورلکو د الوتلو درې کلنه روزنه ترلاسه کړې ده.
د فراغت په دې مراسمو کې نویو فارغ شویو پیلوټانو ته لارښوونه وشوه، چې خپلې روزنې ته دوام ورکړي او د مسلکي کیدو لپاره خبلې هڅې روانې وساتي.
د هوايي ځواک رییس ارکان نقیب الله مقیم وویل: “د پیلوټۍ مسلک یو پېچلی مسلک دی، چې هوښیارۍ ته اړتیا لري.” د پیلوټانو درسونه او لوست پای نلري. “تاسې باید شپه او ورځ کوښښ وکړئ او خپلې زدهکړې روانې وساتئ.”
د دفاع وزارت مرستیال باز محمد ویلي: “له مشرانو څخه تر ټیټ پوړو پورې که له خپلې لارې لږ هم منحرف شوو؛ ځان ته به زیان ورسوو. که تاسې په خپلو خبرو او کړنو سره ځان ته زیان ونهرسوئ؛ بل څوک تاسې ته زیان نشي رسولی.”
نوي فارغ شوي پیلوټان وايي، چې دوی خپله روزنه په سمه توګه ترلاسه کړې او چمتو دي، چې د افغانستان له خاورې دفاع او خلکو ته خدمت وکړي.
جمعه خان صلاح الدین نومی پیلوټ وايي: “مونږ درې کاله زدهکړه وکړه؛ په هوايي پوهنتون کې مو نظري درسونه بشپړ کړل. وروسته د هوايي ځواک ډګر ته لاړو او هلته مو روزنیزې الوتنې ترسره کړې.”
د هاوايي پوهنتون د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت له بیا واک ته رسیدو وروسته پوهنتون ۸۴ روزنیز کورسونه ترسره کړي دي، چې په کې ۱۱۸۲ کسان له بېلابېلو څانګو فارغ شوي دي.
-
تازه خبرونه4 days ago
اروپايي ټولنې د کډوالو د ایستلو لپاره د خوندي هېوادونو نوملړ اعلان کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه ونیوله
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامآباد له بل څه ناراضه دی خو له افغان کډوالو غچ اخلي – مولانا فضل الرحمن
-
لوبی5 days ago
له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران او امریکا له خبرو اترو وروسته د عمان سلطان مسکو ته سفر کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
پاکستان ممکن د داعش د نفوذ لپاره افغانستان ته د مهاجرو له شړلو کار واخلي – خلیلزاد
-
نړۍ1 day ago
په ټوله امریکا کې زرګونو لاریون کوونکو د ټرمپ پر ضد لاریون وکړ