تازه خبرونه
د رسنیو په قانون کې رامنځته شوي بندیزونه له اساسي قانون سره په ټکر کې دي
حقوقپوهانو ویلي، چې د رسنیو په قانون کې د محدودیتونو لګول له اساسي قانون او د هېواد له نورو قوانینو سره په ټکر کې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د قانون د تعدیل نوې طرحه جوړه کړې، چې ځینې برخې یې د رسنیو لخوا د اساسي قانون او بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې خلاف او د رسنیو په کارونو او د بیان پر آزادۍ نوي محدودیتونه لګوي.
د ځینو رسنیو مسوولین او د رسنیو ملاتړي بنسټونه نوي تعدیلونه نه مني.
د حقوقپوهانو د ټولنې غړی وحید فرزه یي خبرداری ورکوي، چې د رسنیو پر کارونو نوي محدودیتونه به د سولې په خبرو کې د بیان له آزادۍ څخه د دفاع دریځ کمزوری کړي.
د ولسي جرګې غړی عرفان الله عرفان وایي؛ هغه تعدیلونه، چې د قانون خلاف وي ولسي جرګه به یې تصویب نکړي.
د رسنیو خبریالانو هم ویلي؛ د رسنیو په قانون کې تازه تعدیل د رسنیو آزادي محدودوی لکه له نشر مخکې او وروسته سانسور.
د سولې مذاکراتو په درشل کې پر رسنیو محدودیت لګول له طالبانو سره په خپلمنځي خبرو کې د بیان آزادۍ پر سر د دفاع دریځ ته زیان رسوي.
د افغانستان د آزادو رسنیو د څار رییس مجیب خلوتګر وایي: لومړي زه فکر کوم، چې دا طرحه ابتدایي ده؛ خو د اندېښنو د پراختیا شونتیا په کې لیدل کیږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند وایي، د ټولنیزو رسنیو په قانون کې تراوسه تعدیل ندی راوړل شوي. کله، چې تعدیل رامنځته شي د رسنیو له مخکښانو سره له مشوورې پرته به وړاندیز نشي.
دا په داسې حال کې ده، چې رسنیو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو د یوه لیک په ترڅ کې له ولسمشر سره خپله اندېښنه شریکه کړې ده.