تازه خبرونه
د روزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۶۰ سرتېري تر محاصرې لاندې دي
د روزګان ولایت سیمه ییزو چارواکو د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د رزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ولسوالۍ امنیه قومنداني، بازار او د ملي امنیت مدیریت له څو ورځو نښتو وروسته وسلوالو طالبانو ونیول.
د روزګان ولایتي شورا منشي عبدالکریم خادم زي ویلي، چې په یاده ولسوالۍ کې له ۶۰ ډېر سرتېري په یوه کور کې له تېرو شپږ ورځو راپدیخوا محاصره دي؛ خواړه، اوبه او وسلې یې خلاصې شوي او که مرسته ور ونه رسېږي یاد سرتېري به ژوندي ونیول شي او ګیزاب ولسوالۍ به طالبان ونیسي.
هغه د چارواکو هغه راپورونه هم رد کړل، چې یادې ولسوالي ته یې تازه دمي مرستندویه ځواکونه لیږلي.
له دې مخکې د روزګان والي محمد عمر شېرزاد ویلي وه، چې په ګیزاب کې یې طالبان مات کړي او وضعیت عادي دی.
دغه راز یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې د غور ولایت شهرک ولسوالي د طالبانو لخوا نیول شوې ده.
طالبانو منلې، چې دوی پر ولسوالۍ خپله ولک ټینګه کړې ده.
د غور والي عبدالظاهر فیضزاده دا ادعاوې رد کړي او زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو له امنیه قومندانۍ څخه تکتیکي شاتګ کړی دی.
والي فیضزاده ډاډ څرګند کړی، چې تازه دمي کومانډو ځواکونه د یکشنبې پر ورځ غور ته رارسیدلي او ولسوالۍ ته به د وسلوالو د ځپلو لپاره ولیږل شي.
د یادونې ده، چې په تېره اوونۍ کې لږ تر لږه شپږ ولسوالۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
