نړۍ

د روسیې جګړه باید له اوکراینه ونه وځي – ینس سټولټنبرګ

Published

on

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د سې شنبې پر ورځ ویلي؛ روسیه دې په اوکراین کې پر ملکي وګړيو بریدونه پای ته ورسوي او دا ګواښ هم کوي، چې د جګړې د خپریدو اجازه به ورنکړي.

سټولټنبرګ زیاته کړې: مونږ غواړو ډاډ تر لاسه کړو، چې جګړه له اوکراین څخه بهر نه پراخيږي. مونږ به د ټولو متحدینو له هر انچ خاورې ساتنه او دفاع وکړو.

سټولټنبرګ په داسې حال کې، چې د لاتویا ولسمشر اګیلس لیویټز یې تر څنګ ولاړ و؛ په ډاګه کړه، چې د روسیې یرغل وحشتناکه ځورونه او دردونه رامنځته کړي، چې له ویجاړوونکیو بشري اغېزو پرته بله پایله نلري.

Trending

Exit mobile version