نړۍ
د روسیې په یوه ښوونځي کې ۳۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ ( د تلې څلورمه ) د روسیې په یوه ښوونځي کې د یو وسلوال بریدکوونکي پر ډزو د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي او د دوه ماشومانو په ګډون ۲۴ نور ټپیان دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې پېښه د مسکو ختیځ لوري ته د ادمورتیا د سیمې د ایژویسک ښار په یوه ښوونځي کې رامنځته شوې او بریدګر هم ځانوژنه کړې ده.
د روسیې د څېړونکیو کمیتې یوه ویدیو خپره کړې، چې ښیي؛ په ټولګي کې د یوه سړي مړی پروت دی او هر څه پر وینو لړلي دي. دغه سړي تورې جامې اغوستي او د نیو فاشست بوی ترې پورته کیږي.
یادې سرچینې په ډاګه کړې، چې دغه برید کوونکی د رواني درملنې له مرکز سره هم ثبت شوی و.
د څېړونکیو د څېړنو له مخې؛ دغه کس پر نازي نښو، دوه تومانچو او یو شمېر مهماتو سمبال و.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دغې پېښې پوره خواشینی شوی دی.
د رویترز د راپور له مخې؛ پوتین دا پېښه د یوه کس لخوا یو ترهګریز عمل وباله، چې په ښکاره له نیوفاشیستي ډلې سره تړاو لري.
د ځینو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په دې ښوونځي کې له لومړي څخه تر یوولسم ټولګیو پورې ماشومانو ته زدکړه ورکول کیږي، چې دمګړۍ تش شوی او شاوخوا سیمه تر څارنې لاندې ده.
د روسیې دغه سیمه د یورال غرونو لویدیځ لوري ته پرته ده.
د برید د انګېزې په اړه نور جزئیات تر دې دمه خپاره شوي ندي.
د راپورونو له مخې، په وروستیو کلونو کې څو ځله د ښوونځیو پر زدکوونکیو ورته بریدونه شوي، چې وروستی هغه یې په ۲۰۱۸ کې د یوه ۱۸ کلن زدکوونکي پر ډزو د روسیې د کریمیې په یوه کالج کې ۲۰ کسان ووژل شول، چې ډېري یې ملګري زدکوونکي وه.